مولوي حبیب الله مجاهد په غزني ولایت کې د الکوزي شرکت له استازي سره ولېدل.

  غزنی / د غوایې ۶ مه / باختر د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، نن سه شنبه د غوایې ۶ مه مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، له ښاغلي ضیاءالرحمن د الکوزي شرکت له استازي سره په غزني ولایت کې لېدنه وکړه. په پېل کې ښاغلی […]

 

غزنی / د غوایې ۶ مه / باختر

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، نن سه شنبه د غوایې ۶ مه مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، له ښاغلي ضیاءالرحمن د الکوزي شرکت له استازي سره په غزني ولایت کې لېدنه وکړه.

په پېل کې ښاغلی ضیاءالرحمن د الکوزي شرکت استازی په غزني ولایت کې، د الکوزي شرکت د کړنو او خاصتاً، د دې شرکت د خیریه مرستو په اړه، مفصل معلومات وړاندې کړل او وويل چې په دې ورستیو کې الکوزي شرکت خپل خیریه مرستې په غزني ولایت کې زیاتي کړي دي.

ښاغلي ضیاءالرحمن همدا شان زیاته کړه چې الکوزي شرکت په پام کې لري تر څو په نږدې ورځو کې خپلي خیریه مرستي د ا.ا.ا په اړمنو مامورینو او کارکونکو هم په غزني ولایت کې ووېشي.

په همداې حال کې مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د الکوزي شرکت له خیریه مرستو په هېواد ستاینه وکړه او له نورو غټو ملي سوداګرو هم وغوښتل، تر څو په روژې مبارکه میاشته کې دې په هېواد کې له اړمنو کورنیو سره مرسته او د هغوي لاس نیوي وکړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د ا.ا.ا په هڅه کې ده تر څو د ښې او ډاډ مني سرمایه ګذاری زمینه سوداګرو ته په هېواد کې برابره کړي.

ښاغلي مجاهد له نورو سوداګرو هم وغوښتل چې د بل هېواد پر ځاي دې، په افغانستان کې سرمایه ګذاري وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره او د وخت په تېردو سره د بی وزلۍ لمنه په هېواد کې ټوله شي.