له کابل څخه راغلي پلاوي د بلخ ولایت د والي پۀ ملتیا له روضې مبارکي لیدنه ؤکړه

په دغه لیدنه کې د جګپوړي پلاوي مشر او ملي دفاع وزارت سترمفتش، الحاج مفتي عبدالطیف حکیمي، ور سره ملګري او د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله “ابوحمزه” د مبارکې روضې له موزیم، کتابتون او نورو مهمو برخو څخه لیدنه ؤکړه.  همدا رنګه د مبارکې روضې له متولیانو سره یې هم په ځینو مواردو […]

په دغه لیدنه کې د جګپوړي پلاوي مشر او ملي دفاع وزارت سترمفتش، الحاج مفتي عبدالطیف حکیمي، ور سره ملګري او د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله “ابوحمزه” د مبارکې روضې له موزیم، کتابتون او نورو مهمو برخو څخه لیدنه ؤکړه.

 همدا رنګه د مبارکې روضې له متولیانو سره یې هم په ځینو مواردو خبرې ؤکړې او روضه شریفه یې ګرځندوی او د اسلامي تمدن له حیثه ارزښتمن ځای یاد کړ او زیاته یې کړه، چې باید د اسلامي مقدساتو مصئونیت ته جدي پاملرنه ؤشي.

 د بلخ ولایت والي د روضې شریفې د لا ښه حفاظت لپاره د روضې تاریخي آبدې او ځینو نورو برخو د اساسي مُرمت سازۍ او ترمیم ژمنه ؤکړه او همدا رنګه د روضې شریفې د ساحې د مصئونیت او امنیتي تدابیرو لپاره د پلاوي مشرتابۀ او والي صیب پۀ مشوره د روضې امنیتي کسانو د کمیت پر زیات والي هم پرېکړه وشوه، چې د ضرورت پر بنسټ بۀ کافي امنیتي سرتیري روضې شریفې حوزې ته ور لېږي.

د راغلي پلاوي مشر د ملی دفاع وزارت سترمفتش الحاج مفتي لطیف الله حکیمي صاحب له روضې څخه د لیدني پرمهال د هیواد د ټولو عابدو، تاریخي اثارو او اماکنو ساتنه د اوسني اسلامي نظام دنده وګڼل او ټینګار یې وکړ چې باید ورڅخه پوره ساتنه او مراقبت وشي

هغه وویل” تاریخي عابدې او اماکن زموږ ملی هویت او ستره شتمني ده چې ساتل او رغول یې زموږ وجیبه ګنل کیږي او موږ ژمن یو چې ساتنه او جوړونه به یې کوو

د یادونې وړ ده، چې ا.ا تاریخي او اسلامي ارزښتونو ته پوره ژمنتیا لري، ساتنه او حفاظت یې خپله وجیبه ګڼي، تر څو خپل ملي او اسلامي هویت ثابت ؤساتي.

1443/4/1