له درې مياشتنې ځنډ وروسته خوست کې د پاسپورټونو د وېش او ثبت نام لړۍ پيل شوه.

مسوولين وايي په هغه اصولو او قوانينو باندې خلکو ته پاسپورټونه ورکوي، چې د پاسپورټ ادارې له خوا مخکې ټاکل شوي او تعين شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د عامه او ستراتيژيکو اړیکو مسوول مولوي عبدالحکیم حمدي وايي د اوس لپاره د ورځې دوه سوه کسانو ته پاسپورټونه ورکوي، خو د اړتيا په صورت […]

مسوولين وايي په هغه اصولو او قوانينو باندې خلکو ته پاسپورټونه ورکوي، چې د پاسپورټ ادارې له خوا مخکې ټاکل شوي او تعين شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د عامه او ستراتيژيکو اړیکو مسوول مولوي عبدالحکیم حمدي وايي د اوس لپاره د ورځې دوه سوه کسانو ته پاسپورټونه ورکوي، خو د اړتيا په صورت کې به د جمعې په ورځ هم دا اداره فعاله وي.
د هغه په وينا، د خوست ترڅنګ نن يو شمېر نورو ولايتونو کې دا پروسه پيل شوه او په کرار کرار به د هېواد ټولو ولايتونو ته وغځول شي.
نوموړی وويل چې زموږ مشرانو دا وپتیله چې د خلکو د سهولت لپاره د کابل ترڅنګ په اوو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړو، چې له یوې خوا د خلکو مشکلات پر وخت حل شوي وي او بل لوری کابل ته د خلکو تګ راتګ، ګڼې ګوڼې او مصارفو مخه نیول شوي وي.
د دغه ولايت اوسيدونکي هم د حکومت له دې اقدام مننه کوي چې د بيا ځل لپاره يې په خوست کې د پاسپورټونو د وېش او ثبت نام لړۍ پيل کړه.
ورته مهال د خوست امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت له خلکو غوښتنه وکړه، چې له ډېرې ګڼې ګوڼې دې ډډه وکړي او په منظم ډول سره دې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنليکونه دغې ادارې ته وسپاري.
د ښاغلي قانت په خبره چې د ضرورت په اساس به د پاسپورټ مامورين له رسمياتو ورايخوا هم کار ته دوام ورکړي.