له افغانستانه د ناټو وتل ، نړیوال یې څنګه ارزوي؟

قاري حبیب د ۲۰۱۴ م کال د وروستۍ میاشتې دسمبر په ۲۸ نیټه په کابل کې د ناټو اتحاد قواوو آیساف خپل بیرغ د پوځي ماموریت او جګړې د پای ته رسولو د نښې په حیث راکوز کړ، ویل کیږي چې دغه مراسم چې تر وروستۍ نیټې پټ ساتل شوي و، د کابل ښار په […]

قاري حبیب

د ۲۰۱۴ م کال د وروستۍ میاشتې دسمبر په ۲۸ نیټه په کابل کې د ناټو اتحاد قواوو آیساف خپل بیرغ د پوځي ماموریت او جګړې د پای ته رسولو د نښې په حیث راکوز کړ، ویل کیږي چې دغه مراسم چې تر وروستۍ نیټې پټ ساتل شوي و، د کابل ښار په یوه مخفي او په شدت څارل کیدونکي ساحه کې په یوه ورزشي صالون کې جوړ شوي و، دمراسمو په اړه ویل کیږي چې ددود خلاف لنډ او مختصر و او د مجاهدینو د بریدونو له ډاره یي محل له وړاندې نه و افشا شوی چې له همدې امله په کې د رسنیو استازو هم ګډون نه و کړی.

د آیساف د قواوو امریکایی مشر جنرال کمپ بل چې ددې مراسمو مشري یې په غاړه و وویل چې د ناټو قواوو په افغانستان کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سرته رسولي ده وویل د ناټو پوځي ماموریت بریالی و، افغانان له تیارې نه رڼا ته راوتلي ، په همدې ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا له هاوایي ایالت څخه په خپله کلنۍ وینا کې اعلان وکړ چې امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنګ پای ته رسولی .

په افغانستان د غربیانو په یرغل کې کلیدي رول د امریکایي پوځ و خو ورسره د ایساف تر نامه لاندې د ناټو د ټولو غړو هیوادونو زرګونه پوځیان هم ملګري و،همدا اوس د ناټو تر سرپرستۍ لاندې د ایساف په نامه ځواکونو خپل پوځي ماموریت پای ته رسیدلی اعلان کړی،له امریکا پرته په ایساف کې د ګډونوالو نږدې ټولو هیوادونو جنګي عسکر له افغانستانه وتلي دي او کم شمیر پاته یي شاید په نږدې راتلونکې کې ووځي، امریکایي عسکر چې لا یې هم تر لسو زرو ډیر عسکر په افغانستان کې پاته دي پخوا ویل کیدل چې شاید امریکایان د دایمي اډو تر نامه لاندې مراکز تر کلون کلونو وساتي، خو د سپیني ماڼۍ چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې دوی به د خپل پلان له مخې د ۲۰۱۶ م کال ترپایه د امریکایي سفارت له ساتونکو پوځیانو پرته نور ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

وروستیو جریاناتو په کتلو سره کولای شو ووایو چې د ناټو ترمشرۍلاندې ځواکونه او امریکایان نور دې نتیجې ته رسیدلي چې په افغانستان کې پوځي شتون ته دوام نه شي ورکولای،ناټو په بالفعله توګه د خپلو ځواکونو په یومخیز ایستلو لګیاده اوامریکایان چې ډیری عسکر یي ایستلي وایي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي .

دلته پوښتنه داده چې له افغانستانه د غربي ځواکونو ستیندلو ته له دریمګړي انده کوم نوم ورکولای شو، د آیساف د بیرغ د راکوزیدو په ورځ امریکایي ولسمشر د افغانستانه جګړه بریالۍ وبلله او په دې ډول یي اشارتا وویل چې ددوی ځواکونه په شکست نه بلکې د بریا له ویاړ سره خپلو هیوادونو ته ستنیږي .

خو په همدې ورځ د مجاهدینو ویاند په خپل غبرګون کې وویل :  په اوسنۍ بې موازنې جنګ کې د امریکایانو ترڅنګ د اشغالګرو شریکانو او د آيساف اوناټو په ګډون نړیوالو متکبرو سازمانونو خورا ښکاره ماتې وخوړه، په لسهاوو زره عسکر يې مړه او ژوبل شول، په ميلیاردونو ډالر يي مصرف شوې، ملتونه يي وزبيښل شول، په خپلو هيوادونو کې له اقتصادي ناورين حتی رکود سره مخ شول، جنګي جنرالان يې پرلپسې ناکام شول، او په نړیواله سطحه يې ځواک او دبدبه له منځه لاړه.

په دې لیکنه کې به د ناټو د تيښتې په اړه د یوشمیر نړیوالو رسنیو او صاحب نظرانو نظریات او غبرګونونه درسره شریک کړو، تر څو دې نتیجې ته ورسیږو چې په نړیوال قضاوت کې د ناټو ددغه ماموریت اختتام ته په کوم نظر کتل کیږي .

په کابل کې د ستراتیژیکو او منطقوي مطالعاتو مرکز یا CSRS له افغانستانه د ناټو تيښتې ته د کوچني نړیوال جنګ د پای ته رسیدو نوم ورکړی دی ، دې مرکز په خپل اونیز تحلیل کې لیکلي دي: ناټو رسما دهغه جنګ پای اعلان کړ چې شاوخوا د پنځوس هیوادونو پوځیان په کې ښکیل وو،د ناټو ددې ماموریت د پای په اړه ددې سازمان مشر ینس اشتولتنبرگ وویل چې ناټو په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي نور دده په خبره ترهګر نه شي کولای په دې هیواد کې د پټې ځای یا د اوسیدومجال ولري. خو د کتونکو به باور دناټو د سرمنشي خبره ځکه بې اساسه ده چې په افغانستان کې طالبان ضعیف شوي نه بلکې تر هرکله ډیر قوي شوي دي که چیرې د ناټو د سرمنشي خبره سمه وي او طالبان له منځه تللي وي نو بیا ولې دا سازمان اړ شو چې خپل وروستني مراسم په پټه او د ډار او ویرې په فضاء کې ترسره کړي .

د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تحلیل وایي چې ناټو هم په افغانستان کې د شوروي غوندې شکست خوړلی ، ددې مرکز د تحلیل له مخې د کابل له رژیم سره د امریکا وروستي توافقات او امنیتي قرارداد د روسانو د ژنیو د پروسې غوندې یوه غولوونکي هڅه ده چې غواړې تر دې پوښ لاندې خپل دشکست شرم پټ کړي .

د برتانیې چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ناټو او امریکایي عسکرو دتیښتې په اړه د نیویارک پوهنتون د یوه محقق رایان ادواردز نظر رااخیستی چې وایي : زیاتره امریکایي نظامیان او د پوخي چارو پوهان د امریکا حکومت د افغانستان د جګړې بایلونکی ګڼی چې دا د امریکا دتاریخ یوه حساسه مسئله ده.

نوموړي ویلي چې په نظامي شکست سربیره امریکا د افغانستان په جګړه کې تر یو ټریلیون ډالره ډیرې پیسې لګولې دي چې زیاتره بیځایه تللې او امریکا ترې کومه ګټه نه ده ترلاسه کړې ،نوموړی وایي دافغانستان دجګړې لپاره امریکایي حکومت په ملیاردونو پیسې قرض اخیستي چې په دې لړ کې تر ۲۶۰ ملیون ډالرو ډیرې پیسې د قرضو په سود تللي دي .

د ایران چاپ مشهورې ورځپاڼې اطلاعات د ناټو د تیښتې په اړه خپل ځانګړي تحلیل ته عنوان ټاکلی ( په افغانستان بې فایدې برید) د ورځپاڼې تحلیل وایي دناټو لښکرې په داسې حال کې له افغانستان پښې سپکوي چې دفتحې او بریا د خوښۍ په ځای یې په څيرو د پښیماني او ستړیا نښې تر سترګو کیږي ، د ورځپاڼې په باور امریکا له داسې جنګ څخه په شا کیږي چې له امریکایي مالیه ورکوونکو یي یو ټریلیون او سل ملیارده ډالر خوړلي خو په مقابل کې یي دې هیواد ته هیڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې، ورځپاڼې په خپل اوږد تحلیل کې ویلي چې طالبان په خورا ساده او خودساخته بمونو واتوانیدل چې دامریکا مجهز پوځ ته په جګړه کې شکست ورکړي .

د کابل چاپ ورځپاڼې چې تردې پخوا یي د امریکا د بریالیتوب نغارې وهلې اوس چې امریکا تښتي دې اعتراف ته مجبورې شوي دي چې دامریکایانو غوندې دوی هم تر یوه حده حقائق ومني .

د هشت صبح په نامه ورځپاڼې لیکلي دي چې د ناټو ماموریت کوم د پام وړ لاسته راوړنه نلري، ځکه دوی تر یوه ټریلیون ډیرې پیسې مصرف کړې خو طالبانو ته یې شکست ورنکړای شو، طالبان اوس هم د واکمن رژیم په وړاندې ستراتیژیک خطر حسابیږي .

د اطلاعات روز په نامه ورځپاڼې په دې اړه خپلې اوږدې مقالې ته عنوان ټاکلی ( د ناټو لخوا د یوه ستړي کوونکي او پُرمصرفه جنګ نیمګړي پریښودل ) ورځپاڼه وایي چې که د ناټو ماموریت په سیاسي او پوځي دواړو برخو کې شکست خوړلی .

د عبدالشهید ثاقب په نوم د چارو یوه تحلیل ګر د امریکایي پوځ د شاګرځ په اړه په خپل تحلیل کې لیکلي دي، چې دافغانستان دجګړې په پیل کې هیچا دا تصور نه کاوو چې امریکایي پوځ به په افغانستان کې داسې ښکاره شکست خوري، نوموړي لیکلي : د خلیج په لومړني جنګ کې د عراقي پوځ د ټولو برحاله او احتیاط سرتیرو شمیر یو میلیون او دوه سوه زرو تنو ته رسیده ۳۸۵۰ توپونه ۵۸۰۰ ټانګونه ۵۱۰۰ زرهي موټر دغه راز په زهري ګاز او نورو مدرنو وسلو سربیره یې نفتي ډالر او پراخ تدارکاتي منابع هم په ولکه کې وو خو کله چې ورباندې امریکایي پوځ حمله وکړه په څلورو ورځو کې یي د صدام ټول قوت له پښو غورځاوو او سخت شکست یي ورکړ ، دا چې امریکایان ځانونه د غرب د دوه نیم زره کلن تمدن وارثان او د شرق د ټولو جګړو ګټونکي بولي هیچا فکر نه کاوو چې په افغانستان کې به دوی له ناکامي سره مخامخ شي ، مګر نن دادی موږ وینو چې دامریکایي پوځ په وړاندې طالبان شکست ناپذیر ثابت شول او امریکایي لښکرې له بریا پرته د جګړې میدان پریږدي .

د ناټو دتیښتې په اړه چې تراوسه په مطبوعاتو کې کومې څیړنې راغلې نږدې ټول په دې اتفاق لري چې ناټو په افغانستان کې شکست خوړلی نوځکه یې لښکرو ته د ښاګرځ امر ورکړی .