فیلپاین کې سمندري توپان سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي

د راپورونو له مخې، فیلپاین کې وژونکي سمندري توپان ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته کړې ده، د یاد توپان له امله د برېښنا ګڼ مزي او تلیفوني اړیکې پرې شوې دي، د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ تر اوسه یوازې د ۲۰۸ کسانو د مړینې راپورونه تثبیت شوي. یاد سمندري توپان چې شدید باران […]

د راپورونو له مخې، فیلپاین کې وژونکي سمندري توپان ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته کړې ده، د یاد توپان له امله د برېښنا ګڼ مزي او تلیفوني اړیکې پرې شوې دي، د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ تر اوسه یوازې د ۲۰۸ کسانو د مړینې راپورونه تثبیت شوي.

یاد سمندري توپان چې شدید باران هم ورسره ملتیا کوي د فیلپاین جنوبي سیمې ځپلي دي، د زیات اورښت له امله په ګڼو سیمو کې سېلابونه هم راوتلي چې ګڼې ابادۍ یې زیانمنې کړې دي.

د معلوماتو له مخې تر دا مهاله ۵۲ کسان نادرکه شوي، ۲۳۹ کسان ټپیان شوي او کابو درې سوه زره کسان باامنه سیمو ته منتقل کړی شوي دي، خو تر دې هر څه هاخوا د زیا اورښت او سخت توپان له امله مرستندویه ټیمونو ته په کاري فعالیتونو کې خورا ډېرې ستونزې ایجاد شوي او نه شي کولی متضرره سیمو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

د سوشل میډیا په ځینو انځورونو کې ښکاري چې د یاد توپان له امله یو شمېر استوګنځایونه نړېدلي او خلک هڅه کوي تر څو له ویجاړو شویو کورونو خپل سامان راوباسي.