فیلپاین: د سخت توپان له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فیلپاین کې د سخت توپان له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تر اوسه د یاد توپان له امله لږ تر لږه د ۳۱ کسانو د وژل کېدو او دریو تنو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د معلوماتو پر اساس د دغه زورور توپان له امله د ټولو ولایتونو تر منځ […]

فیلپاین کې د سخت توپان له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تر اوسه د یاد توپان له امله لږ تر لږه د ۳۱ کسانو د وژل کېدو او دریو تنو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د معلوماتو پر اساس د دغه زورور توپان له امله د ټولو ولایتونو تر منځ د برېښنا مزي او تلیفوني اړیکې پرې شوې دي، د شنبې په ورځ د را منځته شوې خونړي توپان له امله ډېری وګړي د ونو لاندې مړه شوي دي.

دا توپان چې د رای په نوم نومول شوی د جمعې په شپه ددغه هیواد په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې پیل شو، چېرې چې له ۳۰۰ زرو څخع ډېر کسان خوندي ځایونو ته منتقل کړای شول.

د فیلپاین د هوا پېژاندنې ادارې چارواکو ویلي، دغه توپان چې شدیده هوا ورسره ملتیا کوي په لومړي سر کې یې سرعت په ساعت کې ۱۹۵ کېلو متره اټکل شوی و، خو وروسته یې سرعت ۲۷۰ کېلو متره ښودل شوی دی په فیلپاین کې دا په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو خونړی توپان بلل شوی دی.

په رسنیزو شبکو کې خپرو شویو انځورونو کې ښکاری چې زیات شمېر کورونه د چت پرېوتو له امله تخریب شوي، د دغه هیواد ولسمشر بیا ویلی، له توپان ځپلو سره به د اضطراري بودیجې چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې وه مرسته وکړي.