فاریاب : قیصارکې دتعلیم اوتربیې مسؤولینو شانداره غونډه ترسره کړه

دفاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : تېره ورځ دیادي ولسوالۍ اړوند د نواباد په سیمه کې داسلامي امارت ددعوت اوارشاد کمیسیون او تعلیم اوتربيې کمیسیون دمسؤولینو له لوري یوه پراخه اوشانداره غونډه دائره شوه غونډه چې دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت پیل شوه وروسته پسي ددعوت اوارشاد کمیسیون […]

دفاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : تېره ورځ دیادي ولسوالۍ اړوند د نواباد په سیمه کې داسلامي امارت ددعوت اوارشاد کمیسیون او تعلیم اوتربيې کمیسیون دمسؤولینو له لوري یوه پراخه اوشانداره غونډه دائره شوه
غونډه چې دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت پیل شوه وروسته پسي ددعوت اوارشاد کمیسیون او دتعلیم تربیې دکمیسیون مسؤولینو اونورو علماء کرامو دتعلیم دفرضیت ، فضیلت اوپرمختګ اوله ګوډاګۍ ادارې څخه دغولیدلو ځوانانو راجلبولو اونورو ټولنیزو موضوعاتو په اړه مفصلي ویناوي ترسره شوي
په غونډه کې له مجاهدینو سره سره ګڼ شمېر قومي مخورو،ملاامامانو،دمدرسو استاذانو اومکاتبو معلمانو اوعامو مسلمانانو هم ګډون کړی ؤ چې ټولو په یوه خوله دیادو موضوعاتو په عملي کولو کې دپوره پوره هڅو کولو وعده وکړه
غونډه داسلام اومسلمانانو دبریالیتوب په دعاګانو سره پای ته ورسیده
2016/10/29