غزنی: د ولسواليو د تعليمي مسئولینو لپاره سیمینار دائر شو

د غزني ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو ددې ولایت د ټولو ولسوالیو د تعلیمي مسئولینو، د هغوی د مرستیالانو او اداري مسئولینو لپاره سیمینار تر سره کړ. په دغه سیمینار کې د اداري برخي ټول اړوند کتابونه، جدولونه او نور اصول په عملي ډول تشریح شول، ټولو مسئولینو ته د مدارسو، ښوونځیو، دارالحفاظونو او […]

د غزني ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو ددې ولایت د ټولو ولسوالیو د تعلیمي مسئولینو، د هغوی د مرستیالانو او اداري مسئولینو لپاره سیمینار تر سره کړ.

په دغه سیمینار کې د اداري برخي ټول اړوند کتابونه، جدولونه او نور اصول په عملي ډول تشریح شول، ټولو مسئولینو ته د مدارسو، ښوونځیو، دارالحفاظونو او دار الایتامونو طرزالعملونه تشریح شول، عمومي لائحه هم ماده په ماده ورته وښودل شوه.

د تېر وخت ځینې نیمګړتیاوې ورته په ګوته او په راتلونکې کي یې د حل غوښتنه وشوه.

د سیمینار په جریان کې د هیواد نامتو علماء کرامو لخوا ټولو مسئولینو ته د مسئولیت د اداء کولو، اخلاص، صداقت، د نوي نسل د ښه تربیت، د تعلیم او تربیې په اهمیت او نورو مهمو موضوعاتو خورا ضروري توصیې وشوې، چې دې کار سیمینار ته نور قوت او ښکلا هم ور په برخه کړه.

یاد سیمینار چې څلور ورځې یې دوام وکړ د دوشنبې په ورځ پیل او د پنجشنبې په ورځ د دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۷/۸