غزني ولایت د ( ۲۰۳ ) منصوري قول اردو څخه راغلی هیئت د دریېمي محمدي پلې لواء څخه لېدنه وکړه او د مسؤلینوسره یې ګډه ناسته تر سره ڪړه

  نن ورځ یک شنبه دیاد ولایت د (۲۰۳) منصوري قول اردو رئیس ارکان مولوي صیب حزب الله ( افغان ) او د جګړیېزو چارو مدیر حاجي صاحب اسد تر مشرۍ لاندې د بعضي مدیریتونو مدیرانو د دریېمی محمدي پلې لوأ له ټولو آمرینو سره ګډه ناسته وکړه، او د قول اردو له هر مدیریت […]

 

نن ورځ یک شنبه دیاد ولایت د (۲۰۳) منصوري قول اردو رئیس ارکان مولوي صیب حزب الله ( افغان ) او د جګړیېزو چارو مدیر حاجي صاحب اسد تر مشرۍ لاندې د بعضي مدیریتونو مدیرانو د دریېمی محمدي پلې لوأ له ټولو آمرینو سره ګډه ناسته وکړه، او د قول اردو له هر مدیریت څخه د یادې لوأ لوړ رتبه هیئت له خپل مربوطه آمریت څخه لیدنه وکړه او هر یو مدیر د خپل مربوط آمریت آمرینو ته پوره معلومات ورکړل او د دوئ مشکلات او پیشنهادات یې له ځان سره په لیکنې بڼه درج کړل او د پوره کولو ډاډ یې ورکړ، د مجلس په آخر کې د دریېمی محمدي پلې لوأ قومندان مولوي صاحب ( ذاکر ) راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایو او د دوئ بار بار راتګ یې د مجاهدینو سره شفقت و باله راغلی هیئت د لوأ د آمرینو له فعالیتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې تر ډیره اندازه کار شوی دی او د یادې لوأ له قومندان څخه یې د کارونو د سمون ډاډ تر لاسه کړ.

۱۴۴۳/۸/۲۴
۱۴۰۱/۱/۷