غازي اباد کې د کابل ادارې ۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

پرون د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده د غازي اباد ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۲ کارکوونکي له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې شهرت یې په لاندې ډول دی: ۱: جانزیب ولد عبدالرحمن د غازی اباد ولسوالی […]

پرون د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده د غازي اباد ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۲ کارکوونکي له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې شهرت یې په لاندې ډول دی:

۱: جانزیب ولد عبدالرحمن د غازی اباد ولسوالی د څوکۍ د کلي اوسیدونکی چې په کندز کې یې دنده درلوده.

 ۲: سید ولی ولد حضرت محمد د غازی اباد د مریت د کلي اوسیدونکی، چې د فراه په انار دره کې یې دنده درلوده.

دوی له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او د امن کارډونو په ورکولو سره یې بیرته ازاد ژوند ته سوق کړي دي.

‏2021‏/6‏/7