غازي اباد کې د دښمن مرمۍ خلکو ته دروند مالي زیان اړولی دی

تیر ماښام د غازی اباد ولسوالۍ اړوند د نیشه ګام او د شهید اباد په ساحو کې د غلامې ادارې عسکرو په اولسي سیمو د توپونو  مرمۍ ویشتلې دي،  چی په نتیجه کې یې په نیشه ګام کې د یو سړي د لرګیو ګودام  اور اخستی، هلته راټول کړي لرګي سوځېدلي او د شاوخوا ۲ […]

تیر ماښام د غازی اباد ولسوالۍ اړوند د نیشه ګام او د شهید اباد په ساحو کې د غلامې ادارې عسکرو په اولسي سیمو د توپونو  مرمۍ ویشتلې دي،  چی په نتیجه کې یې په نیشه ګام کې د یو سړي د لرګیو ګودام  اور اخستی، هلته راټول کړي لرګي سوځېدلي او د شاوخوا ۲ سوه زره  افغانیو تاوان ورته رسیدلی دی.

همداراز یوه بله مرمۍ د شهيد اباد سیمه کې په یو عام اولسي کور لګېدلې، او له کبله یې ۱ ماشومه ژوبله شوې او کور ته زیان اوښتی دی.

‏2021‏/6‏/22