عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) نیمروز ولایت ته سفر وکړ

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د تیرې پنجشنبې په ورځ، چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د ربیع الاول میاشتي له شپږمې نیټې سره یې سمون درلود، د هیواد نیمروز ولایت ته سفر وکړ. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په نیمروز ولایت کې له ولایتي مسئولینو، […]

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د تیرې پنجشنبې په ورځ، چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د ربیع الاول میاشتي له شپږمې نیټې سره یې سمون درلود، د هیواد نیمروز ولایت ته سفر وکړ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په نیمروز ولایت کې له ولایتي مسئولینو، رئیسانو، د علماوو شوری له اعضاوو او متنفذینو، د جهادي مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او یو شمېر نورو مجاهدینو سره غونډه وکړه.
په غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی یادو مسئولینو ته علمي او هر اړخیزه وینا وکړه، د ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی مشکلاتو ته د رسیدو، د هغوی د قربانیو د قدرداني کولو، خپلو مسئولیتونو ته د متوجه کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو د اصلاح، امر بالمعروف کولو او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه هدایات او توصیې وکړې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره راغلیو شیوخ کرامو هم د غونډي ګډونوالو ته د تعلیم، قضاء، افتاء، وحدت ساتلو، اطاعت کولو، د فرامینو د تطبیق او د خلکو شکایتونو او عریضو ته د رسیدګۍ په برخه کې ویناوي وکړې.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د محاکمو له قاضیانو، د علماوو د شوری له غړیو، جهادي مدرسې له استادانو او د همدې ولایت له لسګونه دیني علماوو او متنفذینو سره ناسته وکړه، د دوی وړاندیزونه، مشورې او مشکلات یې واورېدل او په اړه یې لازم هدایات صادر کړل.
ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت ویندوی
۸/۳/۱۴۴۵هـ ق
۱/۷/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۹/۲۳ م