سرپل: د تیلو د ۸ نورو څاه ګانو د استخراج پرانیسته وشوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴ دریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د کانونو […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴

دریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ‏ شیخ شهاب‌الدین دلاور او د سرپل ولایتي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دي نن موږ په سرپل ولایت کې د یوې مهمې پروژې ‏د پرانیستې شاهدان یو، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي. د محترم ملا صاحب په خبره، د دغه مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابراو د هېواد په اقتصادي وده او دعواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي. محترم ملا عبدالغني برادراخوند له قراردادي شرکت وغوښتل څو دیادې پروژې کارونه د قرارداد مطابق په ښه ډول ترسره او د سرپل ولایت داوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو دې په دغه ولایت کې عام‌المنفعه پروژې بشپړې کړي.
د یادولو وړ ده چې د آمو نفتي حوزې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ مترمکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

د آمو نفتي حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیم ډول پر کار مصروف دي، چې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.