زرنج ښار کې د وچکالۍ ځپلو شاوخوا د ۴۱۵ کورنیو سروې پیل سوه

  زرنج، د روژې ۲۵ مه/ د غویی ۶ مه د نیمروز ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له لورې په زرنج ښار کې د وچکالې ځپلو کورنیو سروې پیل سوه. د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، مولوی محمد قاسم “محمد” باختر آژانس ته وویل، زرنج ښار کې هغه کورنۍ چې […]

 

زرنج، د روژې ۲۵ مه/ د غویی ۶ مه

د نیمروز ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له لورې په زرنج ښار کې د وچکالې ځپلو کورنیو سروې پیل سوه.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، مولوی محمد قاسم “محمد” باختر آژانس ته وویل، زرنج ښار کې هغه کورنۍ چې د موسساتو او نورو مرستندویو ټولنو لخوا سروې سوي نه دي زموږ لخوا شاوخوا ۴۱۵ کورنۍ سروي کیږي.

ښاغلي محمد زیاته کړه، د وچکالې ځپلو د کورنیو سروې یوه اوونۍ دوام لري او د پیژندلي وروسته اړوندو کورنیو ته مرستې ورکول کېږي.

د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس همداراز یې د مرستندویو ټولنو څخه د همکارۍ ترڅنګ د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

په ورته مهال د سروي سوو کورنیو غړو د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې د ریاست دا کار ستایي او د سروي د شفافیت په تړاو د مننې ترڅنګ د ا.ا.ا د حاکمیت، اعتدال، پاملرنې او خدماتو څخه خوښي وښودل.