زابل کې د قمیتي بوټي «اینجې» شرکت پرانستل شو.

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د زابل کرنې، مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې د کروندګرو لپاره یې د مخدره توکو د کرکیلې پر ځای غوره بدیل اینجه بوټی زابل ته راوړی چې په ډیرو کمو امکاناتو باندې ښه عاید ورکوي. د زابل د کرنې رییس مولوی عطاالله راشد وویل، غوره مو وبلله چې زابلي کروندګر له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸)

د زابل کرنې، مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې د کروندګرو لپاره یې د مخدره توکو د کرکیلې پر ځای غوره بدیل اینجه بوټی زابل ته راوړی چې په ډیرو کمو امکاناتو باندې ښه عاید ورکوي.
د زابل د کرنې رییس مولوی عطاالله راشد وویل، غوره مو وبلله چې زابلي کروندګر له خپلو ځمکو ښه عایدات ترلاسه کړي ځکه نو مو د هنجې، بوټي د نیالګیو او تخمونو د شرکت څانګه کلات ښار کې فعال کړه.
د ښاغلي راشد په خبره چې هنجه یو قمیتي بوټی او کروندګر به له ښه عایداتو څخه برخمن شي، د ده په وینا د اوس مهال لپاره، په ازمویښتي ډول سره دوی د کرنې ریاست په باغ کې د هنجې څو پټي وکرل چې نتیجه يې مالومه شي.
د هنجې د کرکیلې برداران محسني شرکت یوتن مسؤل اغا صاحب وویل، دوه میاشتي کیږي چې دوی خپل فعالیت د افغانستان په سهیل کې هم پیل کړی، چې د نورو ولایتونو په ګډون يې زابل هم تر خپل پوښښ لاندې راوستلی.
ده وویل د زابل اوبه او هوا د هنجي کرلو ته خورا مساعده ده ، ډیرې اوبه نه غواړي او یو بزګر له یوه جریب ځمکې څخه کلوای شي، چې تر ۲۰ لکه افغانیو عاید په لاس راوړي، د ده په وینا کوم سړی چې هنجه کرل غواړي نو د کرکیلې ټول اساسات او اړین څه دوی ورښيي او شرکت زمواري لري چې له خلکو سره کار وکړي، د اغا صاحب په وینا د اوس لپاره دوی د هنجې د یوه کیلو تخم قمیت ۱۵ زره افغانۍ ایښی او همدارنګه د یوه نیالګي قمیت یې ۱۵ افغانۍ دی.
یو شمېر کروندګرو د دې بوټي په راوړلو خوښي څرګنده کړه او له کرنې ریاست څخه يې مننه وکړه دوی وویل، هنجه د مخدره توکو د کرکیلې یوازنی بدیل کیدلی شي.
یوتن بزګر محمد خان وویل چې غواړي داسې کرکیله ولري چې هم اسانه او هم ترې ښه عایدات په لاس راوړي چې د ده په فکر دا کرکیله یوازي هنجه کیدلی شي.