روزګان: د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسيدې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)په روزګان کې د فوټبال دوې مياشتنۍ پیل شوي سيالۍ چې ۹ لوبډلو پکي ګډون کړي وه تيره ورځ ناوخته د ميوند لوبډلې په بريا پاي ته ورسيدي. دغو سياليو چې د ۹ لوبډولو ترمنځ يې دوې مياشتي دوام وکړي پکښي ميوند لومړی مقام خپل کړی. په روزګان کې د فوټبال فدراسيون ولايتي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)په روزګان کې د فوټبال دوې مياشتنۍ پیل شوي سيالۍ چې ۹ لوبډلو پکي ګډون کړي وه تيره ورځ ناوخته د ميوند لوبډلې په بريا پاي ته ورسيدي.
دغو سياليو چې د ۹ لوبډولو ترمنځ يې دوې مياشتي دوام وکړي پکښي ميوند لومړی مقام خپل کړی.
په روزګان کې د فوټبال فدراسيون ولايتي مسول ميرزامحمد اميرزی د لوبو د پاي په مراسيمو کې وويل چې يادي سيالۍ يې د زون سياليو لپاره د غوره لوبډلې په نښه کول وه.
هغه وايي سيالي د دوی په خپل مالي ملاتړ پیل سوي وي چې د ۱۹ مثبتو نمرو په ترلاسه کولو سره ميوند لوبډلې پکي لومړی مقام خپل کړی.
په ورته وخت کې هغه لوبغاړي چې په دغه لوبو کې ګډون کړی دی زيات خوشحاله دي او زياتوي چې د لوبو په ترسره کيدو سره يې ډير څه زده کړي او له بیځاي وخت تيرولو څخه هم راګرځيدلي وه.