‏د ۲۰۳ منصوري قول اردو ته نوی قوماندان او درستيزوال معرفي شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) وړمه ورځ د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د چارو دلا ښه سمون په موخه ملا رحمت الله «محمد» د ملي دفاع وزارت د پکتيا ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان او مولوي عبدالعلي «جهاديار» ديادې قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوي وو، نن ورځ د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) وړمه ورځ د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د چارو دلا ښه سمون په موخه ملا رحمت الله «محمد» د ملي دفاع وزارت د پکتيا ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان او مولوي عبدالعلي «جهاديار» ديادې قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوي وو، نن ورځ د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د پلان او پاليسي د معين مولوي محمد قاسم «فريد» له لوري رسماً معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
په یاده غونډه کې چې دپکتیا د والي مرستیال او امنیې قوماندان په ګډون، د ملکي او نظامي ادارو چارواکو او منسوبینو ګډون کړی وه.
مشرانو په خپلو ویناوو کې ادلون بدلون په چارو کې د اصلاحاتو راستلو په برخه کې یو مهم اصل یاد کړ او د قول اردو نوي مشرتابه ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.