د یونیسیف نړیوالې مؤسسې مسؤل د لومړي ځل لپاره پکتیکا ته سفر وکړ.

د یونیسیف مؤسسې عمومي مسؤل محمد اسمعیل چې د پوهنې د برخې مسؤل حبیب الله سباون یې ملتیا کوله د لومړي ځل لپاره پکتیکا ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې له نوي والي مولوي عبدالله مختار او مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس سره ناسته ترسره کړه او په دغه ناسته […]

د یونیسیف مؤسسې عمومي مسؤل محمد اسمعیل چې د پوهنې د برخې مسؤل حبیب الله سباون یې ملتیا کوله د لومړي ځل لپاره پکتیکا ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې له نوي والي مولوي عبدالله مختار او مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس سره ناسته ترسره کړه او په دغه ناسته کې په بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
په افغانستان کې د یونیسیف نړیوالې موسسې مسؤل محمد اسمعل د پکتیکا نوي والي ته د درانده او ستر مسؤلیت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې یونیسیف د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او د ا. ا په راتلو سره یې خپل فعالیتونه نور هم ګړندي کړي دي.
نوموړي وویل، موږ د پخوا په شان په ټولو برخو کې له تاسو سره همکار یو او د نور په شان به په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کو.
اسمعل زیاته کړه، موږ هڅه کو چې د هېواد هر وکړي ته مرستې ورسو خو په لومړیتوبونو کې مو بې وزله او زیات غربت ځپلي دي چې له دوی سره به د خپل توان مطابق هر اړخېزې مرستې کوو.
د پکتیکا نوي والي مولوي عبدالله مختار د یادې موسسې له مسؤلینو مننه وکړه چې دوی تل د مظلومو او بېوزلو افغانانو لاسنوی کړی او له دوی سره یې د خپل توان مطابق اړینې مرستې ترسره کړې دي.
مختار زیاته کړه، افغانستان په بد وضعیت کې دی او اړینه ده چې یونیسیف او نورې همکارې نړیوالې موسسې په دې تنګ وخت کې له افغانانو سره په بېلا بېلو برخو کې لا ډېرې اړینې مرستې وکړي.
مرستیال والي محب الله حماس په خپلو خبرو کې وویل: د ا.ا.ا چارواکي ژمن دي چې په هېواد کې په روڼ ډول پرمختګونه رامنځ ته کړي او هېواد د سیالو هېوادونو په لیکو کې را ولي. حماس د یادې مؤسسې له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې د دې ولایت محرومو ولسوالیو اوسېدونکو ته دي د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې ځانګړې پاملرنه وشي ځکه په تېر کې ورته په هیڅ برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.
۱۴۴۳/۴۱۲
۲۰۲۱/۱۱/۱۷
۱۴۰۰/۸/۲۶