نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ا.ا مشرتابه د حکم په اساس مولوي عبدالله حقاني د کونړ ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی، چې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد له خوا د ولایت ملکي او نظامي مسوولینو ته وروپېژندل شو. کونړ والي وویل، د فتحې مبین وروسته اوس […]
د ا.ا مشرتابه د حکم په اساس مولوي عبدالله حقاني د کونړ ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی، چې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد له خوا د ولایت ملکي او نظامي مسوولینو ته وروپېژندل شو. کونړ والي وویل، د فتحې مبین وروسته اوس د انقلاب دویمې مرحل ته داخل شوي يو چې هغه د نظام ساتل او د خلکو خدمت دی. هغه وویل د ا.ا ټاکنې د شریعي مصالحو پر بنا دي، ټول مسوولین مکلف دي چې په شریعي اُمورو کې د خپلو مشرانو اطاعت او ورسره همکاري وکړي. نوموړي د پخواني مرستیال حاجي ملامحمد خالص د هڅو قدرداني ترڅنګ نوي مرستیال ته د ښوخدمتونو غوښتنه وکړه. ناستې ته د امنیه قومندانۍ امنیت امیر مولوي زکي ترڅنګ پخواني مرستیال هم وینا وکړه او نوي ټاکل شوي مرستیال ته یې د ښوخدمتونو غوښتنه وکړه. نوي مرستیال مولوي عبدالله د وینا پر مهال هر مسوولیت درندو باله او د ولسونو او م ج ا هدینو د حقه حقونو ساتلو په برخه کې د مسوولینو د همکارۍ او لوی ربّ د خاص رحم غوښتنه وکړه.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.