د کندهار په مرکزي عیدګاه کښي د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیر‌المؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په امامت سره ترسره سو

  د یکشنبې په ورځ د کندهار په مرکزي عیدګاه کښي د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په امامت کولو سره ترسره سو، چي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ترڅنګ لوړ پوړو مسئولینو، د کندهار د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو او په زرګونه هیوادوالو پکښي برخه واخیسته. همدا راز […]

 

د یکشنبې په ورځ د کندهار په مرکزي عیدګاه کښي د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په امامت کولو سره ترسره سو، چي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ترڅنګ لوړ پوړو مسئولینو، د کندهار د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو او په زرګونه هیوادوالو پکښي برخه واخیسته.

همدا راز عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله لنډه وینا هم وکړه، چي په دې ډول ده:

قدرمنو علمائ کرامو، محترمو مجاهدینو، متدینو او مخورو مسلمانانو وروڼو، په خاصاً توګه د کندهار شریف او متدین ولسه، ټول ملت ته السلام علیکم‌ورحمة الله وبرکاتهُ:
د کوچني اختر مو مبارک سه خدای ج دي د ټولو روژې، لمونځونه، تراوېح، عبادتونه، دُعاګاني او خدتمونه قبول کړي.
په افغانستان کي د فتحي راتلو مو مبارک سه، د آزادۍ او کامیابۍ مو مبارک سه، ددې امنیت مو مبارک سه او په افغانستان کي د یوه شرعي نظام راتګ مو مبارک سه.
د خدای ج څخه د ټولو ملت د استقامت غوښتونکی یم، رب ج دي پر دغه طریقه لکه څنګه چي اوس روانه ده، دا جهادي مقاومت، اسلامي اخوت او اسلامي محبت باندي استقامت ټولو ته ورکړي.
زموږ مقصد تاسو ته د اختر مبارکي او د ازادۍ مبارکي وه، اختر مو مبارک سه، دُعاوي درته کوم، تاسي هم دُعاوي راته وکړي.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۳۰