د کندهار په لویه عيدګاه کي د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله ځانګړي پيغامونه ولګول سول.

  د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له لوري په لويه عيدګاه کي د کوچني اختر په مناسبت د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله ځانګړي پيغامونه لګول سوي، چي بېلا بېلو اړخونو ته پکښي اشارې سوي دي. په پیغامونو کي د نورو اړخونو تر څنګ د اوسني نظام پر لا ټينګښت، پياوړتیا او […]

 

د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له لوري په لويه عيدګاه کي د کوچني اختر په مناسبت د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله ځانګړي پيغامونه لګول سوي، چي بېلا بېلو اړخونو ته پکښي اشارې سوي دي.

په پیغامونو کي د نورو اړخونو تر څنګ د اوسني نظام پر لا ټينګښت، پياوړتیا او منظموالي بحث سوی، د ولس تر منځ ورورلي، یووالي او په صداقت سره د خپل وطن له پاره کار کول نور پيغامونه دي.
د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست مسئولین وايي، چي ياد پيغامونه اکثره ئې په لويه عيدګاه کي لګول سوي دي او د نورو د لګېدو کارونه هم شروع دي.