د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي ۴۲ تنه مریضان سوي

    د کندهار خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو کلي کي تېره شپه د حمدالله اکا په نوم یوه سیمه‌ییز کس د غوا تازه اورږه د خوړلو په موخه په کلي وېشلي وه، چي تر خوړلو وروسته د یادو اورږو له امله د سیمي ۴۲ تنه نارینه او ښځینه مریضان سوي دي، نن سهار د کندهار […]

 

 

د کندهار خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو کلي کي تېره شپه د حمدالله اکا په نوم یوه سیمه‌ییز کس د غوا تازه اورږه د خوړلو په موخه په کلي وېشلي وه، چي تر خوړلو وروسته د یادو اورږو له امله د سیمي ۴۲ تنه نارینه او ښځینه مریضان سوي دي،
نن سهار د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام او د کندهار والي ځانګړي استازي ملا قدرت‌الله حضرت‌علي د ډاکټرانو سره یوځای په هلیکوپټر کي مسموم سویو کسانو ته د رسېدو او حالت پوښتلو په موخه سفر وکړ.

په پېښه کي یو تن وفات سوی، د ۳۷ کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دئ او څلور تنه نور چي حالت ئې څه ناڅه خراب وو، په هلکوپټر کي د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سول. د پیښي په اړه تحقیق او څېړنه روانه ده چي څنګه رامنځته سوې ده

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۴