د کندهار د ګمرک رئیس د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مشر، غړیو او سوداګرو سره د اقتصادي چارو د پرمختګ په موخه ولیدل

  د سې‌شنبې په ورځ د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمدحامد احمد د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د غونډو په تالار کښي د سوداګرۍ او پانګوني خوني له رئیس حاجي محمدصدیق مهمند، ددې خوني له غړیو او سوداګرو سره د اقتصادي چارو د پرمختګ په موخه غونډه وکړه. غونډه کي د کندهار […]

 

د سې‌شنبې په ورځ د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمدحامد احمد د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د غونډو په تالار کښي د سوداګرۍ او پانګوني خوني له رئیس حاجي محمدصدیق مهمند، ددې خوني له غړیو او سوداګرو سره د اقتصادي چارو د پرمختګ په موخه غونډه وکړه.

غونډه کي د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمدحامد احمد لومړی د کندهار له ټولو سوداګرو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت سره ئې هر وخت او پر هر ډول حالاتو کي بشپړه همکاري کړې او خوښي ئې وښوودله، چي سوداګري کي ورځ تر بلي پرمختګ راځي او ددې ترڅنګ ډاډ وړاندي کړ، چي خپل ولس او سوداګرو ته د ښه خدمت کولو، ستونزو حلولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کي به شپه او ورځ هڅي کوي.

همدا راز د ګمرک رئيس د ګمرک ریاست په دننه د هر ډول خامو او پخو موادو د لابراتوار جوړلو طرحه وړاندي کړه او له سوداګرو څخه ئې هیله وکړه، ترڅو هیواد ته معیاري او کیفیت لرونکي خوراکي توکي، غیري خوراکي توکي او درمل را وارد کړي.

وروستیو کي د ګمرک رئیس د سوداګرۍ د پراختیا، د سوداګرو غوښتنو او ستونزو ته د رسېدو په موخه دا ډول مجلسونه مهم وبلل او زیاته ئې کړه، چي باید دا ډول غونډي زیاتي سي.