د کندهار ترافیک مُدریت د ورځي لخوا په ښار کي ټول غټ موټران بند کړل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۹) د جمعې په ورځ د کندهار ترافیکو مُدریت مُدیر مولوي بشیر کندهار ښار کي له هغو ځایونو څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي غټ موټران له هغه ځایونو څخه ښار ته داخلیږي. د کندهار ترافیکو مُدیر د کندهار ښار سېلو، دامان او ښوراندام کي د یادو ځایونو څخه له نژدې لیدنه یې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۹) د جمعې په ورځ د کندهار ترافیکو مُدریت مُدیر مولوي بشیر کندهار ښار کي له هغو ځایونو څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي غټ موټران له هغه ځایونو څخه ښار ته داخلیږي.

د کندهار ترافیکو مُدیر د کندهار ښار سېلو، دامان او ښوراندام کي د یادو ځایونو څخه له نژدې لیدنه یې وکړه او د یادو ځایونو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چي له دې وروسته دي د سهار له شپږو بجو څخه بیا د ماښام تر شپږو بجو پوري هیڅ غټ موټر ته اجازه نه ورکوي، ترڅو ښار ته داخل شي.
د ښاغلي بشیر په خبره یاده پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چي د کندهار ښار اوسېدونکو د ورځي لخوا ښار کي د غټو موټرونو د تګ راتګ څخه شکایت وکړ.
نوموړی زیاتوي، په دې سره به په ښار کي د ټکرونه مخه هم تر ډېره پوري ونیول شي.