د کعبې شریفې د غلاف پر تبدیلولو سربېره حاجیان عرفات میدان کې د مهم رکن د اداء کولو په موخه راټول شوي دي

نن د ذوالحجې میاشتې نهمه نېټه ده، حاجیان د حج د سپېڅلې فریضې د لوی رکن پر ځای کولو لپاره عرفات ته تللي او د عرفات په میدان کې به نن تر ماښامه قیام کوي. حاجیان به د عرفات د میدان په حدودو کې قیام کوي، دلته به دوی تلبیه وایي، د تسبیح، تهلیل او […]

نن د ذوالحجې میاشتې نهمه نېټه ده، حاجیان د حج د سپېڅلې فریضې د لوی رکن پر ځای کولو لپاره عرفات ته تللي او د عرفات په میدان کې به نن تر ماښامه قیام کوي.

حاجیان به د عرفات د میدان په حدودو کې قیام کوي، دلته به دوی تلبیه وایي، د تسبیح، تهلیل او استغفار ذکر به کوي او د رب العلمین په درګاه کې به په ژړا ژړا دعاوې غواړي، دا هغه ځای دی چې دلته حاجیان خپل کهول او عامو مسلمانانو ته دعاء کوي، ماسپښین مهال به امام خلکو ته خطبه واوروي، په خطبه کې به دوی ته پر دیني کارونو او اعمالو خبرې او نصیت وکړي.

تر دې وروسته به حاجیان د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یو ځای اداء کړي، حاجیان به په دغه مقام کې له دې دواړو لمونځونو وړاندې او وروسته هيڅ کوم لمونځ نه اداء کوي او په عرافات میدان کې به حاجیانو ته له غلطیو څخه د ځان ساتلو تلقین ورکول کیږي؛ تر څو یې اجر او ثواب ضایع نشي.

د ذوالحجې میاشتې په نهمه نېټه چې کله لمر غروب وکړي، نو حاجیان به مزدلفې ته ځي، دوی به په مزدلفه کې د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو اذان او دوو اقامتونو سره یو ځای اداء کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه پورې د حاجیانو صحت ښه دی او د کرونا ویروس کومه پېښه نه ده تثبیت شوې او د حاجیانو لپاره د میډکل انتظام نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې نن د کعبې شریفې غلاف هم بدل کړای شو، د کعبې شریفې پر خلاف کابو ۶۷۰ کېلو ورېښم استعمال شوي، ۱۵۰ کېلو خالص سره او سپین زر استعمال شوي او پر دې سپېڅلي غلاف د بیت الله شریف د حرمت، د حج د فرضیت او فضیلت اړوند قرآني آیتونه لیکل شوي دي.

دا غلاف ټول ۶۵۸ متره مربع جوړښت لري، پر ۴۷ برخو مشتمل دی، هره برخه یې ۱۴ متره اوږدوالی او ۹۵ سانتي متره پلنوالی لري، له ځمکې څخه کابو د دریو مترو په اندازه لګول شوې د کعبې شریفې دروازه شپږ متره اوږدوالی او درې متره پلنوالی لري، قېمتي او سپېڅلی غلاف د کعبې شریفې پر څلورو دېوالونو سربېره په دروازه هم راځړول کیږي.

د کعبې شریفې غلاف ته کِسوه وایي او دا هر کال د وقوف عرفې په موقع ور تبدیلیږي، د شاه عبدالعزیز د حکم پر اساس په کال ۱۹۲۷ د کسوې کارخانه ورغول شوه او پر یاد غلاف هر کال کروړنه ریال خرچه راځي، چې د سعودي عربستان حکومت یې پرې کوي.