د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې ډاډمن امن دی

دتیرو ورځوپه څیرد کاپیساولایت محمودراقی ښار او د ولایت په ټولو سیمو او ولسوالیو کې شپه په پوره امنیت،  ډاډ او سکون کې تیره شوه.  د ښار په ګډون د کاپیسا په ټولو ولسوالیو او سیمو کې هیڅ امنیتي پېښه او ستونزه نه ده رامنځته شوې، مجاهدینو د ښار د امنیت لپاره پوره تدابیر نیولي […]

دتیرو ورځوپه څیرد کاپیساولایت محمودراقی ښار او د ولایت په ټولو سیمو او ولسوالیو کې شپه په پوره امنیت،  ډاډ او سکون کې تیره شوه.

 د ښار په ګډون د کاپیسا په ټولو ولسوالیو او سیمو کې هیڅ امنیتي پېښه او ستونزه نه ده رامنځته شوې، مجاهدینو د ښار د امنیت لپاره پوره تدابیر نیولي وو او ټوله شپه د ښار د امنیتي مجاهدینو له لوري ګزمې رواني وې

نن سهار د محمودراقی اړوند ده باباعلی خلک تر پخوا زیات ښار ته راوتلي دي، دوکانونه او مارکیټونه خلاص شوي، ملکي او حکومتي ادارې فعال دي او خلک ورته عادي تګ او راتګ کوي

نن به هم د ولایت د مقام په ګډون ټول ملکي او حکومتي مراکز د ولس پرمخ پرانیستل شوي دي او خلک ورته عادي تګ او راتګ کولای شي

‏2021‏/8‏/28