د کابل په خوشال خان مېنه کې درې تنه غله ونيول شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د کابل امنيه قومنداتي د پینځمې حوزې جنايي پوليسو درې تنه غله چې غوښتل يې يو کور لوټ کړي ونيول او د قانون منګولو ته يې وسپارل. مسوولين د خلکو له همکاري مننه کوي او زیاتوي چې که خلک د جنایي پیښو په مخنیوي کې ورسره همکار وه، هیڅکله به څوک […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴)
د کابل امنيه قومنداتي د پینځمې حوزې جنايي پوليسو درې تنه غله چې غوښتل يې يو کور لوټ کړي ونيول او د قانون منګولو ته يې وسپارل.
مسوولين د خلکو له همکاري مننه کوي او زیاتوي چې که خلک د جنایي پیښو په مخنیوي کې ورسره همکار وه، هیڅکله به څوک د داډول ناوړه پیښو د ترسره کیدو جرأت ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته، د هیواد ټولو ولایتونو کې امنیتي وضعیت د بشپړ ډاډ وړ ګرځیدلی او په امنیتي برخه کې د خلکو او حکومت همکاري تر بل هر وخت زیاته ده.