د چین ولسي جمهوریت لخوا د ا.ا.ا رسمي سفیر ومنل شو

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷ محترم مولوي اسد الله «بلال کریمي» د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته ورسید او په چین کې یې د ا.ا.ا د لوی سفارت د سرپرست، دیپلوماتانو او کارکونکو ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷

محترم مولوي اسد الله «بلال کریمي» د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته ورسید او په چین کې یې د ا.ا.ا د لوی سفارت د سرپرست، دیپلوماتانو او کارکونکو ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي یوی شاویونګ او مل هیئت لخوا هرکلی وشو.
محترم بلال کریمي نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډیسمبر په اوله نیټه د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته وسپارله.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ښاغلی هونګ لې د ا.ا.ا سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د چین او افغانستان ترمنځ د روابطو په پراختیا کې مهم ګام وباله. نوموړي وویل چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پریکړو ته احترام لري او د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله نکوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.

ښاغلي هونګ لې یادونه وکړه چې چین غواړي د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.

محترم بلال کريمي وويل، خوښ یم چې د ا.ا.ا د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په چین هیواد کې خپله دنده پيلوم.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کیدل یو مهم فصل دی او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه.

بلال کریمي د خپلو خبرو په لړ کې چينايي لوري ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.

همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د چین مثبته او د نه مداخلې پالیسي وستایله او چین یې د افغانستان ښه ګاونډی و باله.
ښاغلي کریمي په افغانستان کې د چين له لوري د سرمایه ګذارۍ، د زیر بناوو د احیا، د انکشافي پروژو او بیا رغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړ او په افغانستان کې اوسنی راغلی ثبات یې یو ښه فرصت و باله چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

ښاغلي هونګ لې هیله څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر صاحب په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

په پای کې ښاغلي هونګ لې د ا.ا.ا سفیر ته یو وار بیا ښه راغلاست ووایه او سفیر صاحب ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د خاصو مراسمو په ترڅ کې د اعتمادنامې اصل هم د چین د ولسي جمهوریت ولسمشر ښاغلي شي جینپینګ ته وړاندې کړي.

وروسته د سفارت پخواني سرپرست محترم سید محی الدین سادات د اسلامي امارت رسمي سفیر د سفارت دیپلوماتانو او کار کوونکو ته ور معرفي کړ او په کارونو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.