د چارو ادارې یوه پلاوي د سیروم جوړولو له سترې فابریکې لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محترم مولوي عبدالباقي منصور د یوه پلاوي په مشري د “ملي شفا درمل سیروم جوړولو فابریکې” له کاري جریان څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یادې فابریکې له مسؤلینو سره خبرو کې وویل، د کورني صنعت وده به […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴)
د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محترم مولوي عبدالباقي منصور د یوه پلاوي په مشري د “ملي شفا درمل سیروم جوړولو فابریکې” له کاري جریان څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یادې فابریکې له مسؤلینو سره خبرو کې وویل، د کورني صنعت وده به د هېواد اقتصاد پياوړي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.
په ورته وخت کې د یادې فابریکې رئیس نثار احمد تره‌کي د مننې تر څنګ وویل، داخلي فابریکې د حکومت جدي ملاتړ ته اړتیا لري تر څو به بازار کې رقابت وکړي.
مولوي عبدالباقي منصور د دې فابريکې د مسوولينو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوى ته ډاډ ورکړ، چې د حل په موخه به يې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د شفا درمل جوړولو ملي فابریکې د ۱۳ میلیونو ډالرو په پانګونې سره د ۲۰۴ تنو لپاره کاري چاپېریال برابر کړی او هره ورځ ۱۵۰۰۰۰ بوتله سیروم تولیدوي.

د سیروم جوړولو فابریکه