د پکتيا پوهنتون غونډو په تالار کې د دې ولايت ځوانانو سره ناسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د پکتيا پوهنتون غونډو په تالار کې د دغه ولایت په کچه له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه. دغه ناسته چې د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې را بلل شوې وه، ګډونوالو د اسلامي امارت تر چتر لاندې د فکري او فرهنګي مبارزې پر ارزښت او ښه ډول پرمخ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د پکتيا پوهنتون غونډو په تالار کې د دغه ولایت په کچه له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته چې د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې را بلل شوې وه، ګډونوالو د اسلامي امارت تر چتر لاندې د فکري او فرهنګي مبارزې پر ارزښت او ښه ډول پرمخ بيولو باندې نظريات سره تبادله کړل.

غونډې ته په وینا کې رسنیز فعال ښاغلي خالقیار احمدزي د فکري مبارزې په برخه کې د ځوانانو له مبارزې ستاينه وکړه او هغوی يې خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د اسلامي نظام په ګټه خپلې رسنیزې مبارزې ته د اصولو په ړنا کې دوام ورکړي.

ځوانانو ژمنه وکړه چې تل به د دې خاورې او نظام لپاره خپله مبارزه جاري ساتي او د قلم په مرسته به یې خدمت کوي.

د ګډونوالو له ډلې مولوي انځرګل فائز، مولوي عبدالخبیر کریمي، نیاز الله اصیل ځاځي او محمد رفيع عمار په خپل نوبت سره د فرهنګي او فکري مبارزې په ارزښت مفصلې خبرې وکړې او فکري او فرهنګي مبارزې پر دوام او ښه ډول پرمخ بيولو باندې يې ټينګار وکړ.