د پړاو پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د سروضې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمې مهم پله د رغونې چارې نن بشپړې شوې او د دې ولایت سرپرست والي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي […]

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د سروضې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمې مهم پله د رغونې چارې نن بشپړې شوې او د دې ولایت سرپرست والي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال، د دویمې پلې لوا قوماندان حاجي عباس ملنګ، د استناف څارنوالي رئیس لعل محمد ګوهر، د ټولګټو چارو رئیس محمد اکبر عادل، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر سیف الدین سیفي او د بېلا بېلو ملکي او نظامي ادارو چارواکو برخه لرله.

د پکتیکا سرپرست والي الحاج مولوي محب الله حماس د یاد پله د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د دغې ترانزیټي او مهمې لارې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دوی ژمن دي چې د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د پام وړ کړنې ترسره کړي.

حماس زیاته کړه، د راتلونکي لپاره هم پلان لري چې ټولې هغه پروژې بشپړې کړي چې چارې یې نیمګړې او په تېر نظام کې نه دي بشپړې شوې.

د ټولګټو چارو رئیس محمد اکبر عادل وویل: د ارګون او ښرنې تر منځ د غځېدلې ترانزیټي لارې د پړاو پله چارې یې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې کړې چې اوس پرې موټرونه د پخوا په شان تګ راتګ کولی شي او د ژمني د یخ موسم له تېرېدو وروسته به دغه پل په پاخه او اساسي ډول رغوي.

عادل وویل: د پړاو پله چارې یې د یونیمې میاشتې په موده کې په سم کیفیت بشپړې کړې او د دې تر څنګ یې په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر نورو وړو او لویو پلونو د رغونې او سرکونو د جغل اندازي چارې هم پیل کړې چې ډېر ژر به ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه، د پراختیا او بیارغونې په برخو کې به د پام وړ کړنې ترسره کړي او په یادو برخو کې به د ولسونو غوښتنو ته وخت په وخت رسېدنه وکړي.

بل لور ته بیا د دغې ترانزیټي او مهمې لارې موټر چلونکي هم د دې مهم پله په جوړېدو زیات خوښ دي او زیاتوي چې په جوړېدو سره یې ګڼې ستونزې هوارې شوې.

د یادونې ده چې د سروضې ولسوالۍ اړوند ګلرالدین سیمه کې هم د دوه نیم کېلو مټره سرک د جغل اندازي چارې نن د دې ولایت سرپرست والي الحاج مولوي حماس له لوري پیل شوې او ډېر ژر به ورغول شي، چې ولسونه یې د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ ول.

۱۴۴۳/۴/۲