د پوهنې کمېسیون اړوند شمالي حلقې هیئت د بدخشان ولایت له تعلیمي ادارو لیدنه وکړه (انځوریز)

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون اړوند شمالي حلقې مربوط هیئت د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ چې نوې فتحه شوې ولسوالیو له جملې ګڼل کیږي د دې ولسوالۍ له تعلیمي ادارو او تعلیمي بهیر څخه خپلې لیدنې او نظارت ترسره کړ. همداراز تللي هیئت د ټولو تعلیمي ادارو د مسؤلینو سره ناستې او […]

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون اړوند شمالي حلقې مربوط هیئت د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ چې نوې فتحه شوې ولسوالیو له جملې ګڼل کیږي د دې ولسوالۍ له تعلیمي ادارو او تعلیمي بهیر څخه خپلې لیدنې او نظارت ترسره کړ.
همداراز تللي هیئت د ټولو تعلیمي ادارو د مسؤلینو سره ناستې او غونډې ترسره کړي دي په یادو ناستو کې ګډونوالو ته د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون پالیسې، طرحې، لایحې، طرزالعملونه او تعلیمي نصاب په اړه په پوره توګه وضاحت او معلومات ورکړل.
د تعلیمي ادارو ټولو غړو ته د خپلو دندو د پیلولو او ادامه ورکولو ډاډ او اطمینان هم ورکړل شو ترڅو ټول مسؤلین خپلو دندو ته حاضر او پرته له کوم ځنډ څخه د مراجعینو کارونه پرمخ یوسي.
د اناثیه (انجونو) د ښوونځیو د درسونو د دوام لپاره هم ډاډ ورکړل شو تر څو داسلام په رڼا کې د شریعت مطابق خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او داسلامي امارت اصول او کړنلارې مراعت کړي.
دغونډې ټول ګډونوال او سیمیز وګړي او مشران زموږ د راتګ او هرکلي ترڅنګ خپلې خوښۍ اظهار کړې او د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د پالیسي په اوریدو ډیر خوښ شول او قدرداني یې وکړه.
۱۰۲۱/۸/۱