د پوهنې ریاست شمال لوېدیځې حلقې مسئولینو د جوزجان او سرپل ولایتونو د پوهنې له مسئولینو سره غونډه تر سره کړه

د تعلیم او تربیې د شمال لوېدیځې حلقې مسئولینو له هغه وروسته چې جوزجان او سرپل ولایتونه فتحه شول، ددغو ولایتونو د تعلیم او تربیې له ریاستونو سره ناستې تر سره کړې. د پوهنې مسئولینو په یوې جلا غونډه کې د یادو ولایتونو د تعلیم او تربیې د ریاست کار کوونکو ته د اسلامي امارت […]

د تعلیم او تربیې د شمال لوېدیځې حلقې مسئولینو له هغه وروسته چې جوزجان او سرپل ولایتونه فتحه شول، ددغو ولایتونو د تعلیم او تربیې له ریاستونو سره ناستې تر سره کړې.

د پوهنې مسئولینو په یوې جلا غونډه کې د یادو ولایتونو د تعلیم او تربیې د ریاست کار کوونکو ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د پالیسۍ او پلان په اړه توضیحات ورکړل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د ټولو عام المنفعه ادارو په ځانګړي ډول تعلیم او تربیې د ادارو ملاتړ کوونکی دی.

ددغو دواړو ولایتونو کار کوونکو ته ډاډ ورکړل شو، چې باید خپلې دندې بې له کومې وېرې له پخوا څخه په ښه توګه پر مخ یوسي، زده کوونکي په لېوالتیا او علاقمندۍ سره خپلو درسونو ته حاضر شي او د تعلیمي ادارو سامان، تجهیزات او نور اکمالات به په جدي توګه په نظر کې ونیولی شي.

ددې سفر په جریان کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې لخوا د ډاډ ورکولو په موخه د سرپل ولایت د ښوونکو د روزنې له استادانو او کار کوونکو سره او همدا راز د جوزجان ولایت د تخنیکي انسټیټوټ له استادانو او کار کوونکو سره یوه غونډه تر سره شوه، همدا راز د جوزجان د اکټیډ دفتر له کار کوونکو سره هم لیدنه وشو او هغوی ته د هر ډول امنیتي ستونزو په هکله ډاډ ورکړی شو.

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د شمال لوېدیځې حلقې مسئولینو د تعلیمي ادارو د ساتنې په موخه د جوزجان ولایت له والي صاحب سره هم لیدنه وکړه، چې هغه هم د تعلیمي ادارو د حفاطت په هکله د هر ډول همکاری زمنه وکړه.

په دې غونډو کې چې څومره ښوونکو او کار کوونکو ګډون کړی وو، ټولو د پوهنې کمېسیون له موجودیت او خبر اخیستلو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې کمېسیون د هدایاتو او لارښوونو موافق به خپل کارونه پر مخ وړي.
۲۰۲۱/۸/۱۰