د ولسوالیو مسئولین باید د خپل صلاحیت او مسئولیت په چوکاټ کې ورځنۍ چارې سمبال کړي

د ولسوالیو مسئولین باید د خپل صلاحیت او مسئولیت په چوکاټ کې ورځنۍ چارې سمبال کړي، دغه څرګندونې د میدان وردګ ولایت والي حافظ محمد امین عمري د ولسوالانو سره د همغږۍ په ناسته کې وکړې، نوموړي په ولسوالیو کې د ولسوالانو په دوامداره حاضرۍ، له ولسونو سره په نېک چلند، د ملي شتمنیو په […]

د ولسوالیو مسئولین باید د خپل صلاحیت او مسئولیت په چوکاټ کې ورځنۍ چارې سمبال کړي، دغه څرګندونې د میدان وردګ ولایت والي حافظ محمد امین عمري د ولسوالانو سره د همغږۍ په ناسته کې وکړې، نوموړي په ولسوالیو کې د ولسوالانو په دوامداره حاضرۍ، له ولسونو سره په نېک چلند، د ملي شتمنیو په ساتلو، د سیمه ییزې حکومتولۍ پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

والي ښاغلي عمري په دغه ناسته کې وویل: امارت د ټولو وګړو شریک کور دی، هر مسئول باید پرته له قومي، ژبني او سمتي تعصب د هېواد د پر مختګ او خلکو لپاره کار او خدمت وکړي، دغه راز د ولایت مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني ولسوالانو ته په خبرو کې وویل: په ولسوالیو کې د پرسونل د ګمارنې پر مهال باید ځانګړی پام وشي تر څو کار اهل کار ته وسپارل شي او نیک خلک په دندو وګمارل شي، همدارنګه په ځینو نورو برخو کې هم ورته اړینې سپارښتنې وشوې.

په یاده ناسته کې ولسوالانو د خپلو ورځنیو فعالیتونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ ځینې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه له ښاغلي عمري سره شریکې کړې، په دغه ناسته کې د عامې روغتیا د  رئیس له لوري ځینې ستونزې او غوښتنې چې په ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو پورې اړوند وې په غونډه کې شریکې شوې.

په ورته وخت کې والي حافظ محمد امین عمري ولسوالانو او د عامې روغتیا رئیس ته د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړ، دوی ته یې وویل هغه ستونزې او غوښتنې چې د ولایتي ادارې په صلاحیت کې نه دي او یا یې له توان لوړې دي د حل په موخه به له مرکز سره شریکې شي.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.