د هلمند مستوفیت په تېره یوه اونۍ کي ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي:

  د هلمند ولایت مستوفیت د حمل میاشتي د ۲۶ څخه تر ۳۱ نېټې پوري څه باندي ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي. یاد ریاست د تیري یوې اونۍ په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د اصنافو ثابته مالیه، د قراردادونو مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د […]

 

د هلمند ولایت مستوفیت د حمل میاشتي د ۲۶ څخه تر ۳۱ نېټې پوري څه باندي ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

یاد ریاست د تیري یوې اونۍ په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د اصنافو ثابته مالیه، د قراردادونو مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د جریمو، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د دولتي کورونو کرایې، د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د ترانسپورت، د زراعتي محصولاتو خرڅلاو، د ترافیکي لایسنسونو، د شهادتنامو، د پاسپورټونو عواید، د دولتي ځمکو د اجارو عواید او د محاکمو د عوایدو له مدرکه د تیري یوې اونۍ په جریان کي ۸۳۰۸۱۱۲ اته میلیونه درې لکه اته زره یو سل او دولس افغانۍ عواید راټول کړي.

د هلمند مستوفیت ریاست مسؤلین د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي منابعو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چي خپل مالیات پر ټاکلي وخت تحویل کړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق