د هلمند لښکرګاه ښار په نهمه حوزه کي د دستار فضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه

  نن د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د نهمي حوزې په سیمه کي د قاري مولوي اسدالله صاحب د مدرسه دارالعلوم څخه د نارینه او ښځينه قاريانو او حافظانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه. فارغین ټول ۱۳ کسان وه چې له جملي یې ۲ نارینه حافظان، ۷ نارینه قاریان او ۴ ښځینه […]

 

نن د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د نهمي حوزې په سیمه کي د قاري مولوي اسدالله صاحب د مدرسه دارالعلوم څخه د نارینه او ښځينه قاريانو او حافظانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه.

فارغین ټول ۱۳ کسان وه چې له جملي یې ۲ نارینه حافظان، ۷ نارینه قاریان او ۴ ښځینه قاریاني وی.

په دغه جلسه کي د نهمي حوزې د اوسېدونکو ترڅنګ د ځینو نورو سیمو علماء کرامو، د مدرسې استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او عامو وګړو ګډون کړی وو.

غونډه دقرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه، وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره ددیني زده کړو پر ارزښت، د قرآن کریم د حفظ او د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوې وکړې.
دجلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې اوبیلابیلي حماسي ترانې هم زمزمه کیدلې.
دجلسې امنیتي چاري دیادي حوزې د امنیتي مسؤلینو لخوا اداره کېدلې.

دپروګرام په وروستیو کي فارغ سویو حافظانو اوقاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه.

جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۴ هـ ق