د هلمند عملیات که د ناکامو تجربو تکرار

لیکوال :حبیب مجاهد د ۲۰۱۵ م کال د فبرورۍ میاشتې له پنځلسمې را هیسې د کابل رژیم د ځواکونو او دهغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي . دغه عملیات چې ذوالفقار نوم ورکړل شوی دی، په رسنیو کې ورته پراخ خو مبالغه امیز […]

لیکوال :حبیب مجاهد

د ۲۰۱۵ م کال د فبرورۍ میاشتې له پنځلسمې را هیسې د کابل رژیم د ځواکونو او دهغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي .

دغه عملیات چې ذوالفقار نوم ورکړل شوی دی، په رسنیو کې ورته پراخ خو مبالغه امیز کمپاین روان دی ، ترڅو یي له خیالي بریاوو څخه د رژیم د شړیدلې آبرو د جبیرې په حیث کار واخلي .

د هلمند نوي عملیات د ګرشک له میرمنداو سیمې نه پیل شول دغلته ګڼ شمیر خارجي او داخلي عسکر له چورلکو پیاده شول خو مجاهدینو ورباندې له هرې خوا بریدونه پيل کړل، په دې سیمه کې که څه هم بهرنیانو له ظالمانه بمبار څخه کار واخیست خو له دوه ورځې مقاومت وروسته خارجي او داخلي عسکر بیرته مجبور شول چې د درنو تلفاتو له زغملو وروسته د چورلکو په واسطه له سیمې وتښتې ،د میرامنداو له ناکامۍ وروسته یي د ګرشک د قلعه ګز په سیمه کې عسکر پیاده کړل دلته هم دمجاهدینو بریدونو دښمن په تیښته مجبور کړامریکایانو دتیښتې په مهال څو تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول او بیا له سیمې وتښتیدل له دې سره هم مهال امریکایان او داخلي کومانډو عسکر د سنګین د مالمند بازار په سیمه کې له چورلکو پیاده شول دلته هم ورسره ټینګ جنګ وشو، دوه امريکايان ټپيان او يو ووژل شو،دغه راز داخلي عسکرو ته هم دروند زیان واوښت له دې مرګ ژوبلې وروسته هغوی بمبار وکړ، چور او چپاول يې وکړ، د عامو خلکو دوه سوه دوکانونه يې وسوځول، او د حاجي باچا اغا په نوم د يو سوداګر بارګين یا د موټرو د خرڅلاو شوروم يې په مکمله توګه وسوځاوه، باید وویل شي چې مالمند بازار د سنګین په صحرایي سیمه کې وروسته له هغه د سنګین د اوسیدونکو لخوا جوړ شو کله چې د تیرو څو کلونو په جګړو کې ولسي خلک له خپلو اصلي میشت سیمو وکوچیدل او په دښتي سیمو کې ژوند ته مجبور شول چې بیا یي همدلته یو ښارګوتی ودان کړ، خو د هلمند په نویو عملیاتو کې د داخلي او خارجي عسکرو یوازینۍ د پاموړ کارنامه دا بلل کیږي چې دغه بازار یي وسوزاوو او دخلکو تجاري مالونو ، موټرو او ملکیتونو ته یي دروند زیان واړاوو.

د غلچکي چاپو او عسکرو پیاده کولو د چال له ناکامۍ وروسته ددښمن قواوو د هلمند په ځینو سیمو کې ځمکني تهاجمي عملیات پیل کړل ،دوی په پنځو ځایونو باباجي، مارجه، سنګین، نوزاد او واشیر ولسوالیو کې یو شمیر قواوې د مجاهدینو د واک سیمو ته داخلې کړې چې د مجاهدینو له سخت عکس العمل سره مخامخ شول .

په واشیر او نوزاد ولسوالیو کې څرنګه چې ددښمن تهاجم کمزوری و ، په لومړیو کې له شکست سره مخامخ شو ، ددښمن قواوې چې د هرات دظفر قول اردو اړوند ځواکونه په کې و بیرته وتښتیدل او په دې ونه توانیدل چې دمجاهدینو د واک په سیمه کې جګړې او عملیاتو ته دوام ورکړي .

د لشکرګاه مربوط د باباجي په سیمه کې چې ددښمن لویه قوه د مجاهدینو سیمې ته داخله شوې وه دری ورځې په سختو جګړو کې ښکیل وه ، د دشمن ځواکونه که څه هم دامریکایي ځواکونو بشپړ هوایي ملاتړ ورسره و او بیرحمانه بمبار یي کاوو ، د مجاهدینو د مسلسلو بریدونو په پایله کې په دریمه ورځ په بشپړه توګه مات او په تیښته مجبور شول ، له باباجي نه وروستي معلومات وایي چې له دې سیمې ددښمن عملیاتي ځواکونه تښتیدلي خو ترشا یي د سوزیدلیو موټرو او ټانګونو اسکلیټونه پاته دي چې ددښمن په عبرتناک شکست ګواهي ورکوي .

همدا اوس چې د هلمند د عملیاتو له پیل څخه نږدې شل ورځې تیریدونکي دي یوازې د سنګین ولسوالۍ د شکرشیلې په سیمه اود مارجې په تریخ ناور سیمه کې ددښمن عملیات روان دي په نورو محاذونو کې له شکست وروسته دشمن دې دوو محاذونو ته خپل قوت راټول کړی دی ، او په سخت ظلم یي لاس پورې کړې دی ترڅو د ورپیښو رسواییو غچ د هلمند له عامو اوسیدونکو څخه واخلي .

د سنګین اوسیدونکي وایي چې داخلي ګوډاګیانو په دې سیمه کې دامریکایانو هغه ظالمانه تګلاره عملي کړې چې امریکایانو د کندهار په څو ولسوالیو کې پلې کړه چې په ترڅ کې یي د ولسي وګړو زرګونه جریبه حاصلخیزې ځمکې، کورونه او ودانۍ ویجاړې او له منځه یووړل شوې .

د دښمن عسکرو په دې بهانه چې د سرک له یوې او بلې غاړې ورباندې برید ونشي په سنګین ولسوالۍ کې دتیر شوي عام سرک په دواړو خواوو کې د خلکو د کورونو، دوکاونونو ، باغونو او کښتونو په نړولو پیل کړی دی، او تراوسه یي ولسي تاسیساتو ته بي اندازې زیانونه اړولي دي.

له پوځي اړخه د هلمند عملیات په بشپړه توګه دشمن ته به زیان تمام شوي دي،ددې عملیاتو په لړ کې دښمن هیڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې نه یي کومه سیمه نیولې او نه یي هم مجاهدینو ته کوم د پام وړ زیان اړولی دی ، په سنګین چې دښمن ټول زور ازمویلی تراوسه یي دمجاهدینو په سیمه کې پرمختګ نه دی کړی ، لا هم جګړه د سنګین د مرکز په نیم کیلومترۍ کې جریان لري چې پخوا هم همدلته د مجاهدینو کمربند موجود و.

د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور کې دښمن له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دی ، هره ورځ ورباندې درانه بریدونه کیږي او وسایط یي په ماینونو الوځي، خو په مقابل کې کومه د پاموړ لاسته راوړنه نلري، دښمن لکه څنګه چې د سیمې په نیولو نه دی توانیدلی مجاهدینو ته یي کوم د پام وړ زیان هم نه دی اړولی ، دهلمند ولایت جهادي مسؤل ملا عبدالمنان اخند وایي چې د څو هفتو د عملیاتو په لړ کې د مجاهدینو د مرګ ژوبلې مجموعې شمیر تر دیرشو رسیږي چې دا په دومره پراخه جګړه کې لږ رقم دی .

خو بالمقابل دښمن ته خورا درانه زیانونه رسیدلي دي، وړمه ورځ چې په سنګین ولسوالۍ کې د داخلي عسکرو په تجمع د موټر فدایي برید ترسره شو لسګونه داخلي ګوډاګیان په کې په یوه ځای مړه او ټپیان شول .

د هلمند ولایت مجاهدین وایي چې په دغه ولایت کې پیل شوي وروستي عملیات چې نړیوال یرغلګر یي دداخلي اردو آزموینه بولي ، پخوانیو عملیاتو او تهاجمونو ته په پام سره ډیر کمزوري او بې اغیزې دي، چې تراوسه هیڅ لاسته راوړنه نلري، هلمند ولایت په تیره لسیزه کې د ترټولو سختو جګړو شاهد پاته شوی دی ، په دې ولایت کې د امریکا ، برتانیې او ګڼو نورو هیوادونو په شمول بیلابیلو پوځیانو خپلې جنګي ستراتیژۍ او طرحې وازمویلي ، خو هیڅکله یي هم د بري مخ ونه لید، همدې لس کلن جریان ته په پام سره کتونکي د هلمند نوي عملیات هم یوازې د زړو ناکامو تجربو تکرار بولي، چې پرته له شکست به بله هیڅ نتیجه ونلري .