د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د امیرالمؤمنین اختریز پیغام چاپ او پر خلکو وویشل سو:

  د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د اختر په تړاو د امیرالمؤمنین دا پیغامونه د ۲۵۰۰ دوه نیم زره په شاوخوا کي چاپ سوي دي، چي په مرکز او ولسوالیو کي به تر همدې شمیر کسانو ورسیږي. د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده صاحب دفتر  تیره ورځ د کوچني اختر په مناسبت […]

 

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د اختر په تړاو د امیرالمؤمنین دا پیغامونه د ۲۵۰۰ دوه نیم زره په شاوخوا کي چاپ سوي دي، چي په مرکز او ولسوالیو کي به تر همدې شمیر کسانو ورسیږي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده صاحب دفتر  تیره ورځ د کوچني اختر په مناسبت پیغام خپور کړ.
په دې پیغام کي د اختر د مبارکۍ ترڅنګ ولسونو ته د راتلونکي قوي امنیت، پرمختګ او ښېرازۍ زیری ورکړل سوی او همدرانګه يي له ټولو خلکو غوښتنه کړې چي د هیواد جوړوني په لاره کي یو مټي سي.

پیغام کي ټول هغو افغانانو ته چي لا هم د مخالفت نیت او اراده لري بلنه ورکړل سوې چي خپل هیواد ته بیرته راسي او دلته هوسا ژوند وکړي او د فتنې دروازه بیا خلاصه نه کړي، زیاته سوې  که چا د عفوې له حکم څخه سرغړونه وکړه بیا به د ولس له سخت او قاطع غبرګون سره مخ سي.
د هیواد له ملي تجارانو او شتمنو غوښتنه سوې ، چي په غوره امنیت او ازاده فضا کي تجارت او صنعت ته وده ور کړي او د هیواد د پرمختګ لپاره خپل رول ادا کړي.

په پیغام کي راغلي: اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی خو له مقابل اړخ څخه هم غوښتنه کوو، چي د فشار پر ځای دي تړون بشپړېدا ته ژمن اوسې.
همدارنګه اعلاميه کي د زده کړو او تعلیم برخه کي د ټول توان په کار اچولو برخه کي هم ژمنه سوې ده.

د هلمند اوسیدونکي هم د امیرالمؤمنین د اختر د مبارکۍ د پیغام  په ترلاسه کیدو خوښ دي وايي : دغه ډول اعلامیې د ټولو افغانانو لپاره د خبرولو او د اسلامي امارت د مشرتابه د نوو پلانونو او سپارښتونو په اړه غوره اقدام دی او دوی کولای سي چي پر وخت د حکومت له چارو خبر سي.

د یادوني وړده چي د امیرالمؤمنین د اختر مبارکۍ دا پیغامونه د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د هلمند تر ټولو ولسوالیو رسیږي او په لوستلو سره به يې ټول ولس د مشرتابه له چارو ، راتلونکو پلانونو څخه خبر سي همدارنګه به دولتي مسؤلین او ولسونه هم د خپلو مکلیفیتونو څخه پر وخت خبر او اګاه سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۹ هـ ق