د نیمروز ولایت مقام، ادارې غونډه ترسره سوه

  زرنج، د شعبان۲۱ مه / د وری ۴ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت مقام، ادارې غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله”رفیع” په مشرۍ په داسې حال کې، چې د ملکي او نظامي ادارو رئیسانو هم ګډون درلود ترسره سوه. په ادارې ناسته کې پر […]

 

زرنج، د شعبان۲۱ مه / د وری ۴ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت مقام، ادارې غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله”رفیع” په مشرۍ په داسې حال کې، چې د ملکي او نظامي ادارو رئیسانو هم ګډون درلود ترسره سوه.

په ادارې ناسته کې پر لاندي مسایلو هر اړخیزي خبري وسوې او اړوند تصامیم ونیول سول.

۱. د نیمروز امنیه قومندانۍ دي د افغانۍ پیسو د ترویج او ملاتړ په موخه یو کمیټه جوړه کړي او پدې برخه کې دي عملي اقدامات تر سره کړي.

۲. د مخابراتو او تکنالوژۍ ریاست باید د هغو سیم کارټونو د پلورلو مخنیوی وکړي، چې په غیر قانوني توګه پلورل کیږي او همدارنګه د ایراني وای فای د استفادې مخنیوی دې هم وکړي.

۳. د زرنج ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې ریاست او د ټرافیکو مدیریت باید په ګډه په ښار کې درې ساحې د میوه فروشانو لپاره وټاکي ترڅو ټولي ریړیانې/ ګاډیاني ځانگړې ځای ته؛ انتقال سي.

۴. زرنج ښاروالۍ باید د دوکانونو د توکو د خرڅلا نرخونه کنټرول کړي.

۵. د ټرافیکو مدیریت باید په ښار کې د موټرو د بط ځایه دریدو مخنیوی وکړي او اړوند قوانین دې پلي کړي.

۶.امنیتې حوزې باید د ټرافیکو له پولیسو سره د ښار د ګڼي گوڼې د مخنیوي لپاره، پوره همکارۍ وکړي.

د نیمروز ولایت د مقام په ادارې غونډه کې په داسې حال کې پورته تصامیم ونیول سوه، چې ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې جوړي کړي وي.