د نیمروز ولایت د پوهنې له ریاست څخه لیدنه تر سره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د جنوب لوېدیځې حلقې مسئولینو د نیمروز ولایت د ښوونې او روزنې د ولایتي دفتر څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې ددې ولایت د پوهنې د مسئولینو، کاري پرسونل او ګڼ شمېر تعلیمي ادارو د مسئولینو سره ناسته وشوه، په دې ناسته […]

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د جنوب لوېدیځې حلقې مسئولینو د نیمروز ولایت د ښوونې او روزنې د ولایتي دفتر څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې ددې ولایت د پوهنې د مسئولینو، کاري پرسونل او ګڼ شمېر تعلیمي ادارو د مسئولینو سره ناسته وشوه، په دې ناسته کې ګډونوالو ته د افغانستان داسلامي امارت د پوهنې کمېسیون پالیسې تشریح شوه او ټولو مسئولینو او کار کوونکو ته د امنیت ډاډ ورکړل شو او همدا راز مسئولینو ته د خپلو دندو په ښه توګه پر مخ وړلو توصیې وشوې، ترڅو زده کړې پوره معیاري او اصولي شي.

ددې لیدنو تر څنګ د اسلامي امارت د نورو ارګانونو د مسئولینو سره هم د همکارۍ په موخه ناستې وشوې، چې هغوی هم د هر ډول مرستو کلکې ژمنې وکړې.
۲۰۲۱/۸/۱۱