د نیمروز د علماوو ولایتي شورا د همدې ولایت د مخابراتي شرکتونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

  زرنج، د روژې ۲۵مه/د غویی ۶ مه د باختر خبري آژانس راپور راکوي، د نیمروز د علماوو د ولایتي شورا مرستیال او غړو په داسې حال کې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رئیس مولوي عبدالرحیم “فیاض” هم حضور درلود، ددې ولایت د فعالو مخابراتي شرکتونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه. دغه غونډه، چې […]

 

زرنج، د روژې ۲۵مه/د غویی ۶ مه

د باختر خبري آژانس راپور راکوي، د نیمروز د علماوو د ولایتي شورا مرستیال او غړو په داسې حال کې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رئیس مولوي عبدالرحیم “فیاض” هم حضور درلود، ددې ولایت د فعالو مخابراتي شرکتونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه.

دغه غونډه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د رئيس په دفتر کې ترسره سوه، د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د نیمروز د ولایتي شورا اداري مدیر شیخ مولوي سعیدګل “مظهري” خبرې وکړي او ویې ویل: هره کړنه او فعالیت چې د اسلامي نظام او شريعت د تګلارو خلاف وي حرام او ضروري ده ترڅو له هغه څخه ډډه وسي.

ښاغلي مظهري زیاته کړه، چې د مخابراتي شرکتونو د کیفیت لوړولو او د ښه مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وسي.

نوموړي همدا راز وویل، چې ا.ا د ولس د خدمت په موخه، هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رئیس، مولوي عبدالرحیم “فیاض” په ناسته کې د نیمروز د ولایتي شورا د غړو له راتګ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کیفیت، د انټرنیټ او سیم کارټونو د لوړې بیې پلور، اړوند یادونې وکړي.

او زیاته یې کړه، چې هېڅ مخابراتي شرکت حق نلري چې خپل سیم کارټونه په ګرانه بیه پر ښاروانو باندي خرڅ کړي او باید کوښښ وسي، تر څو په مناسب قیمت باندي سیم کارټ وپلورل سي.
د ناستي په وروستیو کې د مخابراتي شرکتونو په استازیتوب، محمد صادق “مرادي” د علماوو د ولایتي شورا له غړو او د مخابراتو ریاست له هر اړخیزې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.