د میدان وردګو ولسونو د جوبایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې په سلګونو عامو خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په پار او د یادو پیسو په اړه د مریکا د جمهور رییس جوبایډن د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې جوبایډن د ۲۰۲۲ کال نړېوال غل یاد […]

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې په سلګونو عامو خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په پار او د یادو پیسو په اړه د مریکا د جمهور رییس جوبایډن د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې جوبایډن د ۲۰۲۲ کال نړېوال غل یاد کړ او د افغانستان کنګل شوې پیسې د عامو خلکو حق وګڼلې، دوی په امریکا او نړېواله ټولنه غږ وکړ چې د سپټمبر یوولسمه پېښه په افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري، د افغانستان شتمني امریکا باید د غرامت په نوم ونه ګرځوي.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.