د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز د دفتر استازي د میدان وردګو والي سره وکتل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز استازي تمبا لیندن د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل، نوموړي په یاده لیدنه کې وویل: موږ په بې طرفه توګه د ټولې نړۍ د خلکو اړتیاو ته په کتو سره بشري مرستې کوو، ترڅو خلک له اقتصادي بحران څخه وساتو. راغلي استازي […]

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز استازي تمبا لیندن د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل، نوموړي په یاده لیدنه کې وویل: موږ په بې طرفه توګه د ټولې نړۍ د خلکو اړتیاو ته په کتو سره بشري مرستې کوو، ترڅو خلک له اقتصادي بحران څخه وساتو.

راغلي استازي زیاته کړه: د افغانستان خلک اړمن دي بشري مرستو ته اړتیا لري او موږ هڅې کوو د مرستو کچه نوره هم ډېره کړو او د مرستندویه موسیسو پر مټ بشري مرستې په شفافه توګه تر مستحقو خلکو ورسوو.

دغه راز د یاد ولایت والي ښاغلي عمري د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې ترڅنګ وویل: د یاد ولایت خلک له ډېر غربت سره مخ دي، چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري او باید لاسنیوی یې وشي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له استازي څخه یې د یاد ولایت خلکو ته په مرستو کولو او روغتیایي خدماتو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

همدارنګه نوموړي د بشري مرستو د همغږۍ مرکز استازي ته ددغه ولایت اړوند ټولو لرې پرتو سیمو ته د مرستندویه موسیساتو د سروې او تګ په برخه کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.