د ملي دفاع وزارت پلاوي کونړ ته سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت راغلي پلاوي ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن د کونړ له والي مولوي محمد قاسم خالد سره ناسته ترسره کړه. د پلاوي مشر مولوي حصرت نور حکیم وویل د سفر په ترڅ کې به د پوځي تجهیزاتو، وسلو، مهماتو، وسایلو او وسایطو د موجودۍ ثبت او راټولو په […]

د ملي دفاع وزارت راغلي پلاوي ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن د کونړ له والي مولوي محمد قاسم خالد سره ناسته ترسره کړه.

د پلاوي مشر مولوي حصرت نور حکیم وویل د سفر په ترڅ کې به د پوځي تجهیزاتو، وسلو، مهماتو، وسایلو او وسایطو د موجودۍ ثبت او راټولو په برخه کې مهم اقدامات ترسره کړي.

کونړ والي د څرګندونو پر مهال په امنیتي وضعیت، ولسونو همکارۍ او د ا.ا ځواکونو لاسته راوړنو په اړه د خبرو ترڅنګ راغلي پلاوي ته د همکاریو ډاډ ورکړ.