د مرکز بهسود ولسوالۍ قومي مشرانو د ځینو ستونزو د حل په موخه د میدان وردګو والي سره وکتل

د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالۍ قومي مشرانو او سپین ږیرو د دغه ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره په لیدنه کې د مرکز بهسود ولسوالۍ د خلکو لپاره د مرستو د غوښتنو ترڅنګ په یو شمېر برخو کې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې، دغه راز دوی له […]

د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالۍ قومي مشرانو او سپین ږیرو د دغه ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره په لیدنه کې د مرکز بهسود ولسوالۍ د خلکو لپاره د مرستو د غوښتنو ترڅنګ په یو شمېر برخو کې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې، دغه راز دوی له ولایتي ادارې سره د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ژمنه هم وکړه.

د میدان وردګ والي ښاغلي عمري راغلو مشرانو په لیدو خوښي څرګنده کړه، نوموړي زیاته کړه: اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو شریک کور دی، د ولسونو په ملاتړ به ټولو خلکو ته خدمت کوو، دوی ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: موږ له مرستندویه مؤسساتو او خیریه بنسټونو سره د بهسودینو خلکو ستونزې شریکې کړې دي او هغوی د مرستو ژمنې کړې دي.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.