د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس په لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د پکتیکا ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس مولوي ذاهد د خپل ماموریت له پیل نه تر نن پوري یې د ریاست اړوند زیاتې کړنې ترسره کړې او لا هم هڅه کوي چې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د ولسونو غوښتنو ته پکې ځای ورکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن د دې ولایت باختر […]

د پکتیکا ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس مولوي ذاهد د خپل ماموریت له پیل نه تر نن پوري یې د ریاست اړوند زیاتې کړنې ترسره کړې او لا هم هڅه کوي چې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د ولسونو غوښتنو ته پکې ځای ورکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن د دې ولایت باختر خبري اژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

مولوي ذاهد وویل: د خپل ماموریت له پیل نه تر اوسه یې د دې ولایت جانيخېل، یحی خېل، بکخېل، زرغون ښار، سروضې او یوسف خېلو ولسوالیو کې د سلام سایټونه فعال کړي او ټولو سایټونو ته یې تېل په خپل وخت رسولي دي.

نوموړي وویل: د سروبي په ولسوالۍ کې یې د روشن یو کومکي انتن د ستونزو د حل په موخه نصب کړی او د ریاست اړوند یې د کمپیوتر د زده کړو کورس هم فعاله کړی دی.

د ذاهد په خبره چې نوموړي په لږ وخت کې زیاتې کړنې ترسره کړې او لا هم لګیا دی چې د خپل ریاست اړوند فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د ولس ټولو غوښتنو ته پکې ځای ورکړي.

۱۳۴۳/۳/۱۷