د لغمان ولايت د والي، ټــولو مجاهدينو ، علماء کــرامو او عامو مسلمانانو لخــوا تعزيتي پيـغام

په ډيره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو عالم،  د دوو جهادونو نوښتګر لارښود ، د ۴ شهيدانو پلار،  د جهاد او مبارزې  اتل الحـــاج مولوی جــلال الـــدين حقانی « رحمه الله رحمةً واسعةً» د ورپېښې ناروغۍ له  امله د دې فانې دنيا څخه  سترګې  پټې کــړې او  خپل حقيقي مولا ته یې […]

په ډيره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو عالم،  د دوو جهادونو نوښتګر لارښود ، د ۴ شهيدانو پلار،  د جهاد او مبارزې  اتل الحـــاج مولوی جــلال الـــدين حقانی « رحمه الله رحمةً واسعةً» د ورپېښې ناروغۍ له  امله د دې فانې دنيا څخه  سترګې  پټې کــړې او  خپل حقيقي مولا ته یې  روح وسپاره.

موږ د خپل غيور ولس، با شهامته مجاهدينو او  علماء کرامو لخوا د اسلامي امارت  مقام ته عموماً ؛ او د حقانی صاحب« رحمه الله»  معززې او جهادپالې کورنۍ ته خصوصا د تعزيت او تسليت مراتب وړاندې کوو.

الله تعالی دی د جناب حقاني صاحب رحمه الله  ټول نيک اعمال، جهادونه،  هجرتونه او  ټول تکاليف  و ستومانۍ مقبول وګرځوي.

آميـن يا رب العالمين

د لغمان ولايت خادم،  قاري زين العابدين او ټولو مسؤلينو او مجاهدينو لخوا

4/9/2018