د فراه ولايت مرستيال والي له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه.

  فراه باختر خبري آژانس ۱۴۴۳/۱۰/۱ ۱۴۰۱/۰۲/۱۱ نن یکشنبه د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د فراه ولايت مرستيال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهاديار” په داسې حال کې د دې ولایت له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه، چې د فراه د عامې روغتيا ریاست، رئيس ښاغلي ډاکټر سراج الدين “مزمل” يې هم ملتيا کوله. ښاغلي […]

 

فراه باختر خبري آژانس
۱۴۴۳/۱۰/۱
۱۴۰۱/۰۲/۱۱

نن یکشنبه د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د فراه ولايت مرستيال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهاديار” په داسې حال کې د دې ولایت له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه، چې د فراه د عامې روغتيا ریاست، رئيس ښاغلي ډاکټر سراج الدين “مزمل” يې هم ملتيا کوله.

ښاغلي مرستیال والي “جهادیار” د ولايتي روغتون له پرسونل او په روغتون کې له شته ناروغانو سره د اختر مبارکې او د هغوى د حال پوښتنه وکړه، ده د پوښتنې ترڅنګ له ټولو یادو کسانو سره نغدې مرسته هم وکړه.

ښاغلي “جهاديار” همدارنګه د ولایتي روغتون له پرسونل څخه د دوی د ښو روغتیایې چوپړتیاو او هڅو په موخه ستاینه وکړه.