د غزني ولایت دارشاد، حج او اوقافو ریاست تر مشرۍ لاندې دریېمي محمدي پلي لوا” (۲۰۳ منصوري قول اردو) د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر او د ختم شانداره مراسم ترسره شول.

  تیره شپه چهارشنبه د غزني ولایت د ددریېمي محمدي لواء په مسجد کې دقرآن کریم دختم او د ترجمې د اختتام مرسیم په داسي حال کې تر سره شول چې دیاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور محترم رئیس مولوی حبیب الله مجاهد صیب هم ګدون درلود . د غزني ولایت د ارشاد، حج او […]

 

تیره شپه چهارشنبه د غزني ولایت د ددریېمي محمدي لواء په مسجد کې دقرآن کریم دختم او د ترجمې د اختتام مرسیم په داسي حال کې تر سره شول چې دیاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور محترم رئیس مولوی حبیب الله مجاهد صیب هم ګدون درلود .
د غزني ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست دپلان له مخې د “درېیمې محمدي پلي لېوا” (۲۰۳ منصوري قول اردو) په جامع جومات کې چې دشعبان له لومړۍ ورځې څخه دقرآن کریم ترجمه او تفسیر دارشاد، حج او اوقافو وزارت په لارښوونه پیل شوي و، د محترم شیخ صاحب نور محمد “نعمانی” په زیارو پای ته ورسېد. په همدې تړاو په یاده لېوا کې شانداره مراسم نیول شوي ول. په یادو پرتمینو مراسمو کې دارشاد، حج او او قافو محترم رئیس الحاج شیخ الحدیث مولوی عبدالمنان “مدنی” عالمانه وینا وکړه، او دیاد ریاست لخوا شیخ صاحب نور محمد په یولک (۱۰۰۰۰۰) افغانیو نغدي جائزه وستایل شو.
د نورو علماوو ترڅنګ، د غزني ولایت د حج عمومي مدیر، مفتي حمد الله “دانشمند” هم د قرآن کریم د نزول او د “لیلة القدر” دفضلیت په اړه لنډې ویناګانې وڪړي
غونډه د اسنادو په وېش او دعا پای ته ورسېده.

۱۳۴۴/۹/۲۶
۱۴۰۱/۲/۷