د غزني محترم والي ، ټولې امنيتي ادارې دې د دې ولايت د لا ډاډمن امنيت لپاره شپه او ورځ کار وکړي، ترڅو ولس په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.

  نن ورځ چهارشنبه د ولایت مقام دغونډو په تالارکې اداري ناسته ترسره شوه چې پرمهال يې د ولايت مرستيال مولوي سيدمحمدحنیف ( عباده) امنیه قوماندان مولوي بازمحمد ( فیضان ) دملکي ادارو مسوولينو او دحوزو آمرینو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو. لومړی، دغزني مرستیال والي مولوي سید محمد حنیف ( عباده ) […]

 

نن ورځ چهارشنبه د ولایت مقام دغونډو په تالارکې اداري ناسته ترسره شوه چې پرمهال يې د ولايت مرستيال مولوي سيدمحمدحنیف ( عباده) امنیه قوماندان مولوي بازمحمد ( فیضان ) دملکي ادارو مسوولينو او دحوزو آمرینو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی، دغزني مرستیال والي مولوي سید محمد حنیف ( عباده ) د دې ولايت د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه هر اړخيزه معلومات د ناستې له ګډونوالو سره شريک کړل.

نوموړي وويل په غزني ولایت کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او د مرکز په ګډون په اتلس (۱۸) ولسواليو کې ټولې چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي.

هغه د ټولو امنيتي ادارو له مسؤلينو وغوښتل، چې د لا غوره امنيت په برخه کې دې شپه او ورځ کار وکړي.

ورپسې د بېلابېلو ادارو رئيسانو او دحوزو مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه هر اړخيزه معلومات د ولايت له رهبرۍ سره شريک کړل ،

نوموړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه هم خپل نظريات، وړانديزونه او غوښتنې له ښاغلي والي سره شريکې کړې.

په ورته مهال د غزني والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) د ټولو رئيسانو او نظامي مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې خپلې چارې د ولايت مقام سره په همغږۍ ترسره کوي.
هغه وويل ټولې امنيتي ادارې دې د دې ولايت د لا ډاډمن امنيت لپاره شپه او ورځ کار وکړي، ترڅو ولسونه په ارامۍ کې ژوند وکړي.
محترم اخندزاده صاحب په ځينو نورو برخو کې هم د بېلابېلو ادارو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
دشته ستونزو مشکلاتو دحل فصل په موخه لازم تصامیم په پام کې ونېول شول، غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

۱۴۴۳/۸/۲۷
۱۴۰۱/۱/۱۰